د  سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د دوه بستونو د اعلان په هکله.

taqi_admin
د  سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د دوه بستونو د اعلان په هکله.

Publish Date

Closing Date

 

 

د افغانستان اسلامی امارت د موخو د لاسته راوړلو او د یوي سالمي اداری د رامنځته کولو په موخه، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت غواړي د پلان او پالیسی ریاست لاندي بستونه:
۱- د برق د څانګی (۴) مه رتبه انجنیر.
۲- د آبرسانی (۴) مه رتبه انجنیر.
د آزادی سیالی له لیاري د ۱۴۰۵ لمریز کال د زمري د میاشتي او وه لسمي نیټي څخه د (۷) کاری ورځو لپاره اعلان ته ورکړی.
هغه قدرمن وطنوال چی د شرایطو در لودونکی وی کولای شی د کارموندنی فورمی او د دندی لایحه د اعلان (۱۹/۵/۱۴۰۵ ) نیټي څخه د ( ۲۶/۵/۱۴۰۵) نیټي پوری دسرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د استخدام آمریت څخه په حضوری ډول تر لاسه کړی او د یادی نیټي په جریان کی  خپل تحصیلی اسناد چی د لوړو زده کړو وزارت لخوا تأئید شوی وی وسپاری او هغه محترم کاندیدان چی په دولتی ادارو کی رسمی دنده  لری، خلص سوانح چی موده یی د شپږو میاشتو څخه زیاته نوی او همدارنګه  کوم کاندیدان چی د هیواد دننه په موسساتو کی دنده تر سره کړی وی د کار قرار داد  د کار موندنی فورمی سره یو ځای د یاد وزارت  د استخدام آمریت ته و سپاری .
لدي کبله د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو قدرمنی اداری څخه هیله کیږي د ذکر شویو بستونو د اعلان  په برخه کي څنکه چی لازمه ګڼي د خپلی خوا نه د همکاري له مخي اعلان ته وسپاری.

 

User account menu