د بدخشان ولایت د پامیر لېسې د خوراکي توکو، وچې ډوډۍ، غوښې، ترکاریو، مېوو او مایع ګازو د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د قرارداد د ورکړې خبرتیا

taqi2_admin
د بدخشان ولایت د پامیر لېسې د خوراکي توکو، وچې ډوډۍ، غوښې، ترکاریو، مېوو او مایع ګازو د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د قرارداد د ورکړې خبرتیا

Publish Date

Closing Date

 

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په پام کې لري چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د بدخشان ولایت د پامیر لېسې د خوراکي توکو، وچې ډوډۍ، غوښې، ترکاریو، مېوو او مایع ګازو د تدارک قرارداد د محفوظ شمال لوژستیکي خدماتو شرکت ته د ۹,۸۹۸,۶۹۹ (نه میلیونه، اته سوه اته نوي زره، شپږ سوه نهه نوي) افغانیو په ارزښت ورکړي.

هر هغه حقیقي یا حکمي شخص چې په دې اړه کوم اعتراض ولري، کولای شي د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر پنځو کاري ورځو پورې خپل لیکلی اعتراض، له مستندو دلایلو سره یوځای، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د سترې محکمې ترڅنګ موقعیت لري، وسپاري.

User account menu