د درې ګونو لېسو، انستیتیوت او وزارت اړوند د درملو د قرارداد د ورکړې په اړه خبرتیا:
Publish Date
Closing Date
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په پام کې لري چې په کابل کې د درې ګونو لېسو، انستیتیوت او وزارت اړوند د درملو د قرارداد د ۱۴۰۵ هـ ل کار لپاره د (عدنان بهیر د لوجیستیکي خدمتونو شرکت) ته د (۱۷۷۲۹۱۷) اوولس لکه دو اویا زره نهه سوه اوولس افغانیو په مجموعي قیمت په قرارداد ورکړي، بناءً ټولو حقیقي او حکمي کسانو ته بلنه ورکول کېږي، چې په دې برخه کې که چیرته کوم اعتراض او نیوکه لري، د اعلان د نشر له نېټې څخه تر اوو ورځو پورې دي خپل اعتراض او نیوکه په کتبي توګه له ټولو دلایلو سره یوځای د یاد وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند شعبې ته وسپاري.
دغه خبرتیا د قرارداد د ورکړې په معنی نه ده، بلکې له ټاکل شوې مودې وروسته به د قرارداد د ورکړې نور قانوني مراحل ترسره شي.
پته: د میدان هوایي سرک، سترې محکمې ته څېرمه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت کابل-افغانستان