سرپل کې د ۱۵ کلنې بدي سربېره پکتيا کې هم درې کلنه شخړه حل او فصل شوه

taqi2_admin
Tue, Jun 16 2026 9:42 AM
سرپل کې د ۱۵ کلنې بدي سربېره پکتيا کې هم درې کلنه شخړه حل او فصل شوه
سرپل کې د ۱۵ کلنې بدي سربېره پکتيا کې هم درې کلنه شخړه حل او فصل شوه

سه شنبه ۳۰ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۷

د سرپل ولايت په سيدآباد ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ د ځمکې د ملکيت پر سر را پورته شوې پنځلس کلنه بدي، چې له کبله يې ګڼې ستونزې را ولاړې شوې وې د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د مسؤلينو، قومي مشرانو، ديني عالمانو او ځايي خلکو په همکاري حل او فصل شوه.

همدا راز د پکتيا ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست استازو د خپلو دوامدارو هڅو په پايله کې د دغه ولايت په ځاځي اريوب ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ د ځينو خپلمنځي مسائلو پر سر راپورته شوې درې کلنه شخړه په سوله ييز ډول هواره کړه.

د دغې رامنځته شوې شخړې په پايله کې له يوه لوري څخه يوتن وژل شوی و او د لويو مالي تاوانونو ترڅنګ يې د غچ اخېستلو ګواښونه ترمنځ موجود وو، چې بلآخره مسؤلينو په خپل منځګړيتوب سره د پای ټکی ورته کېښود.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu