بغلان کې د ۶ کلنې شخړې سربېره بادغيس، بلخ او لوګر ولايت کې جلاجلا شخړې هوارې شوې

taqi2_admin
Tue, May 12 2026 10:10 AM
بغلان کې د ۶ کلنې شخړې سربېره بادغيس، بلخ او لوګر ولايت کې جلاجلا شخړې هوارې شوې

يکشنبه ۲۳ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۷ د بغلان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت د استازو او قومي مشرانو د هڅو په پايله کې د دغه ولايت په مربوطاتو کې.

د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شپږ کلنه دښمني د سولې او تفاهم له لاري په دوستي او ورورولي بدله کړه.

 

همداراز د لوګر ولايت د مرکز اړوند او ميدان وردګ ولايت د سيدآباد ولسوالي د اوسېدونکو ترمنځ د يوه کس د وژنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې ګڼې ستونزې يې را ولاړې کړې وې.

 

د لوګر د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د مسؤلينو او ميدان وردګ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت په ګډه همکاري په سوله ييزه توګه حل او فصل شوه.

 

د دې سربېره د باغيس ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو د ياد ولايت په آبکمري ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ د ځينو خپلمنځي اختلافاتو له کبله راپورته شوې شخړه، چې په پايله کې یې له دواړو لوريو څو تنه ټپيا شوي وو حل او دواړو خواوو ورورولي ته مخه کړه.

 

په ورته مهال د بلخ شولګري او سرپل د ګوسفندرې ولسوالۍ د اوسيدونکو ترمنځ د څارويو د څړځايونو پرسر راپورته شوې شخړه، چې دواړو خواوو ته يې لويې بد بينۍ راولاړې کړې وې د بلخ د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست درئيس او قومي مخورو په هلو ځلو پای ته ورسېده.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu