په هلمند، سرپل او بلخ ولايت کې لسګونه زړې کلنې شخړې پای ته ورسېدې

taqi_admin
Wed, Apr 15 2026 3:25 PM
په هلمند، سرپل او بلخ ولايت کې لسګونه زړې کلنې شخړې پای ته ورسېدې

دوشنبه ۲۶ شوال المکرم  ۱۴۴۷

د هلمند ولايت نوزاد ولسوالۍ په کني سیمه کې د درېیو"۳" کورنیو ترمنځ شاوخوا ۳۵ کلنه شخړه د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د مسؤلينو، اړوندو ادارو، ځايي قومي مشرانو او متنفذينو په هڅو پای ته ورسېده.

د غه شخړه، چې د ځمکې د ملکيت پر سر راپورته شوې وه او درې مختلفې کورنۍ پکې ښکېل وې د اوږدو دوامداره لانجو ورسته د اسلامي امارت د مشرانو په منځګړيتوب داسې مهال پای ته ورسېده، چې د ښکېلو کورنيو مشران د يوې جرګې له لارې لو مړی سولې ته راضي او بيا يې ترمنځ د عادلانه پرېکړې له مخې سوله وشوه.

همداراز د سرپل ولايت په سيدآباد ولسوالي کې هم د دوو کورنيو ترمنځ د ځمکې د ملکيت پر سر راپورته شوې ۱۵ کلنه شخړه د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست استازو لخوا د يوې را بلل شوې غونډې په ترڅ کې حل او حق حقدار ته وسپارل شو.

د دغو شخړو سر بېره د بلخ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست رئيس د دينې علماوو په مرسته د ياد ولايت مرکز مزارشريف ښارکې د څو کورنيو ترمنځ د کورنيو جنجالونو له کبله راپورته شوې ۶ کلنه شخړه په سوله او ورورولي بدله کړه.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu