بلخ کې د شاوخوا پنځو لسيزو دوامدارې شخړې پای وموند

دوشنبه ۲۹ ربیع الاول۱۴۴۷
د بلخ ولایت نهرشاه ولسوالي د شهرک افغانيه په کلي کې د دوه کورنيو ترمنځ د شاوخوا ۳۰ جريبه ځمکې د ملکيت پر سره را پورته شوې ۵۰ کلنه دوامداره شخړه، چې دواړو غاړو ته يې لويې ستونزې پېښې کړې وې حل شوه.
د بلخ ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو د رئیس مولوي سردار محمد محمدي په لارښوونه، د قومي مشرانو، مصلحینو او علماوو په هڅو يوه غونډه راوبلل شوه په دې غونډه کې د علماوو له لوري د عفوې، يووالي، حق او عدالت په اړه خبرې وشوې او له ښکېلو لورو څخه تعهدونه واخيستل شول.
په پای کې د مسؤلينو له لوري د يوې عادلانه پرېکړې پر بنسټ دواړه خواوې په پوره رضایت سره د شخړې د حل موخه فيصلې ته چمتو شوې، يو بل يې وبښل او د يادې شخړې اوږده لړۍ پای ته ورسېده.