هرات کې د مسؤلينو له لوري يوه پخوانۍ خونړۍ شخړه پای ته ورسېده

taqi_admin
Thu, Aug 14 2025 11:52 AM
هرات کې د مسؤلينو له لوري يوه پخوانۍ خونړۍ شخړه پای ته ورسېده

 

چهار شنبه ۱۹ صفرالمظفر ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت يوه پلاوي هرات ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ياد ولايت په کشک کهنه سيمه کې د څو کورنيو ترمنځ د کلونو کلونو اوږدمهاله شخړه، چې ګڼې ستونزې يې را ولاړې کړې وې  حل او ښکېل لوري يې د سولې په ټغر سره کېنول.

د دغه شخړې پرمهال، چې له دواړو لوريو پکې ۱۲ تنه وژل شوي وو، څو تنه پکې ټپيان شوي وو او ګڼ مالي زيانونه يې هم ترشا پرېښي وو د ياد وزارت د دعوت او ارشاد رئيس مفتي شفيع الله ثاقب، د تفتيش رئيس شيخ حضرت ولي حقاني او د مقام د شخړو د حل سلاکار محمد اجان رهبر په شمول د قومي مشرانو او علماوو په ګډو همکاريو روغې ته امده شول.

يادو مسؤلينو د دواړو کورنيو ترمنځ د پخلاينې منصفانه پرېکړه وکړه، چې د طرفينو د خوښي وړ وګرځيده او په همدې سره يې تېر هېر کړل او د نوي ژوند لپاره يې د سولې او بښنې لاسونه سره ورکړل.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu