خبرتیا

khoram_admin
خبرتیا

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د ښوونې او روزنې ریاست په پام کې لري چې د ۱۴۰۳ ښوونیز کال لپاره د کابل په مرکزي عالي لېسو )رحمن بابا، خوشحال خان او پیر محمد کاکړ( کې د نویو زده کوونکو د شمولیت په موخه آزموینه واخلي، ټولو هغو زده کوونکو ته چې د یادو لېسو لپاره یې نوم لیکنه کړې خبر ورکول کیږي چې په لاندې نېټه د آزموینې په موخه رحمن بابا عالي لېسې ته په ټاکلي وخت له خپلې اصلي پیژندپاڼې سره مراجعه وکړي.

د آزموینې ځای: رحمان بابا لېسه
نېټه: دوشنبه ۱۵ / ۹ / ۱۴۴۵ چې برابره ده له ۶ / ۱ / ۱۴۰۳
وخت: د سهار ۸:۰۰ بجې

User account menu