د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي معين رسما په دنده پيل وکړ

mobta-af
Tue, Mar 22 2022 9:53 PM
سرحدات

مولوي عبدالرحمن حقاني د اميرالمؤمنين د فرمان پر بنسټ د يو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کي د مسلکي معين په توګه د وزارت کارکونکو ته ورمعرفي شو. د معرفي په دې غونډه کې د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رئيس مولوي محمد اسماعيل غزنوي د اسلامي امارت راتګ د الله تعالی ستره لوريينه ياده کړه او زياته يې کړه چي ددې ستر نعمت شکر ادا کول پر ټولو واجب دی. ورپسې د دفتر رئيس شيخ حضرت ولي حقاني وينا وکړه نوموړي وويل چي د اسلامي نظام لپاره مو ډيرې قربانۍ ورکړې اوس د امن او استقرار وخت رارسيدلی، ټول هغه خلګ چي په هره برخه کي وړتيا ولري د هيواد د رفاه او پرمختګ لپاره دي مټي را بډ وهي اوس د هر چا لپاره زمينه مساعده ده. په پاي کي نوي معين مولوي عبدالرحمن حقاني غونډې ته وويل: دنده يو بار او مسئوليت دی له ټولو يې غوښتنه وکړه چي په چارو کي د موفقيت دعا ورته وکړي. نوموړي زياته کړه چي موږ به په ټوله کي هڅه دا وي چي د قومونو او قبایلو تر منځ د اتحاد او همغږۍ فضا رامنځته کړو او د خپل هيواد د پولو له لويشت لويشت څخه ساتنه وکړو. غونډه د اسلامي نظام د بقاء او د سوکاله راتلونکي په دعا پاي ته ورسيده.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu