د دیني عالمانو د مرکزي عالي شورا د مشرتابه له غړو او د بېلابېلو ولایتونو له یو شمېر مخورو او ځوانانو سره کتنه!

mobta-af
Sat, May 22 2021 1:10 PM
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې مخکې په خپل کاري دفتر کې د دیني عالمانو د مرکزي شورا د رهبرۍ له غړو او یو شمېر مخورو سره وکتل.

د یادې شورا د رهبرۍ غړو د وزارت په مرکز او ولایتونو کې دوزارت د مشرتابه هڅې وستایلې، د نورو په استازیتوب څو تنو خبرې وکړې ویې ویل: ستاسو هڅې د قومي جوړښتونو پر پیاوړتیا، ملي یووالي ټینګښت، د ولسونو د بېلابېلو ستونزو په حل او نورو برخو کې وستایلې او د خپلو هر راز همکاریو ډاډ یې څرګند کړ.

ورپسې ښاغلي صمیم په خپلو خبرو کې وویل: تاسو دیني عالمان ولسونو د ممبر له لارې سولې، یووالي او یو بل منلو ته راوبولئ ځکه د سولې په ټينګښت کې مو رول له ارزښته ډک دي.

ښاغلي صمیم زیاته کړه: تاسو دیني عالمان په دې برخو کې خورا مهم او اساسي رول لرئ او باید له وزارت سره په بشپړې همغږی خپل مسوولیت د ټولنې پر وړاندې ادا کړئ.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu