د افغانستان د علومو اکاډمۍ له سلاکار سره ناسته!
د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې مخکې د افغانستان د علومو اکاډمۍ له سلاکار ښاغلي استاد حبیب الله رفیع سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت او د افغانستان د علومو اکاډمۍ ترمنځ د فرهنګي اړیکو په پراخیتا باندې ټینګار وشو او په بېلابېلو ولسي او فرهنګي برخو کې د وزارت کړنې وستایل شوې.