قومي مشران او د ولسونو استازي له تلپاتې اوربند او د سولې له روان بهیر څخه ملاتړ کوي!

mobta-af
Sat, Jan 16 2021 2:39 PM
mobta

دغه څرګندونې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې مخکې په ولسي جرګه کې د ننګرهار ولایت د خلکو له استازي محترم عبدالروف شپون سره د کتنې په ترڅ کې وکړې.

په دې کتنه کې ښاغلي شپون د خپلو ولسونو د یو لړ سیمه ییزو ستونزو شریکولو ترڅنګ د سرحدونو او قبایلو چارو له وزیر ښاغلي محب الله صمیم څخه مننه وکړه، چې تل یې د لویو ولسي غونډو له لارې ولسونه د نظام، جمهوریت، تلپاتې اوربند او د امنیتي ځواکونو ملاتړ ته رابللي په یادو برخو کې یې له وزارت سره د خپلو همکاریو ژمنه وکړه.

ورپسې ښاغلي محب الله صمیم وویل: د ولسونو استازي کولای شي چې ولسونه سولې، ملي یووالي او د نظام ملاتړ ته راوبولي او تاسو باید په دې او ورته نورو مهمو برخو کې رول ولوبوئ دغه راز ښاغلي صمیم ډاډ ورکړ، چې ستاسو د درنو مشرانو شته سیمه ییزې ستونزې به د حل په موخه له اړوندو ادارو سره شریکې کړي.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu