د هېواد د پياوړي ژورنالست د شهادت په اړه د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت د خواخوږۍ او غندنې پيغام!

mobta-af
Tue, Dec 22 2020 9:09 AM
mobta

د هېواد د خلکو او د بیان ازادۍ دښمنانو د خپلو جنایتونو په دوام نن ماښام په غزني ولایت کې ددغه ولایت د ژورنالېستانو د اتحادیې رییس پياوړي ژورنالست او د الجزیرې تلویزیوني شبکې مسلکي خبریال رحمت الله نېکزاد د خپل کور مخې ته په شهادت رسولی دی.

انا لله وانا الیه راجعون

د هېواد او د بیان د ازادۍ دښمنان غواړې چې په دغه شان بریدونو سره په ټولنه کې خپل تروریستي اعمال او جنایتونه له ولسونو پټ کړي خو دوی دې پوه شي، چې هېڅکله به هم د بیان د ازادۍ رسا غږ خاموش نه شي او د هرې ورځې په تېرېدو سره به دغه غږونه لا پسی اوچتيږې.

د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت دغه ظالمانه عمل په کلکه غندي، شهید رحمت الله نیکزاد ته فردوس جنت، کورنۍ، دوستانو، او خواخوږو ته يې تسلیت وایي.

روح دې ښاد وي

محب الله صمیم

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu