د تحقیق او مطالعاتو ریاست

تحقیق او مطالعاتو د ریاست د موجودیت اړتیا

دغه ریاست لاندې تشکیلات لري:
د څېړونکو بورډ امریت، د توپوګرافۍ لوی مدیریت، اجرایه مدیریت، د کتابتون مدیریت، د توپوګرافی مدیر، اووه تنه مامورین، اته تنه قبایلي څېړونکي، اووه تنه سرحدي څېړونکي، د کتابتون مامور.

تعریف او مفهوم

افغانستان په معاصر تاریخي بهیر کې یوه همیشنۍ او جدي ستونزه چې تر دې دمه یې را لېږدولې ده او تېر حکومتونه هم نه دي توانیدلي چې ورته د خپل وخت مناسبه حل لاره رامنځته کړي؛ سرحدونه، قبایل، د ډیورنډ فرضي کرښه او را څخه د بېلو شویو وګړیو پالل او ورسره د لازمو کاري اړیکو ساتل دي، خو د افغانستان مخکنیو او اوسنیو دولتي مسؤلینو هڅه کړې ده، چې د یادو ستونزو د حل په موخه د یو شمیر دولتي او سکتوري ادارو د رامنځته کېدو سره سم یو شمیر متخصص او کادري څېړنیز او مطالعاتي بنسټونه، مرکزونه او ادارې هم رامنځته کړې، تر څو د یادو موضوعاتو په اړه معلومات راټول او هېواد خپلو لویو مخو ته ورسوي.

د افغانستان د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو د وزارت په چوکاټ کې هم د تحقیق او مطالعاتو ریاست د همدې موخې د تطبیق لپاره رامنځته شوی دی او د کار منطق او وجودي تعریف یې تر دې ښه نه شي بیانیدلای چې وتوانیږي د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مشرتابه ته د خپلو پالیسیو او انکشافي ستراتېژیو د تطبیق له لارې مهم اسناد وړاندې کړي، تر څو یې پر مټ پراختیایي پلانونه طرحه او عملي کړای شي.

د تحقیق او مطالعاتو ریاست لیدلوری:

د هېواد د پولو، ډیورنډ فرضي کرښې، قبايلو او قومونو د ژوندانه رښتينې تاريخي، کلتوري، سياسي، اقتصادي او علمي څېره رابرسېره کول او په دې اړه د پراخو څېړنو او مطالعاتو د ترسره کېدو لپاره زمینه برابرول.

ماموریت:

د افغانستان د قومونو، سرحدونو او سرحدي سيمو د ولسونو په اړه تاريخي اسناد او مدارک څېړل، د تحقیق او مطالعې له ټولو هغه قانوني او حقوقي لارو چارو ګټه اخیستل، چې ددې ماموریت په ترسره کېدا کې موثر واقع کېدای شي.

موخې:

1.            د ډیورنډ فرضي کرښې او قبايلو په هکله هر اړخيزه څېړنه او مطالعه.

2.            د ډېورنډ د تحمیلي کرښې او پرې د دواړو غاړو میشتو قومونو په اړه د پراخو ساحوي تحقیقاتو ترسره کول.

3.            د کره اسنادو له مخې د افغانستان د رسمي سرحدونو او ډیورنډ فرضي کرښې اوسنی او پخوانی حالت څېړل.

4.            د ملي فکر د پراختيا په موخه د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو خواوو د ليکوالانو هڅونه او ملاتړ.

5.            د قبايلو د بنسټيزو ستونزو تشخیص، څېړل او حل لارې وړاندې کول.

دندې او مسؤلیتونه:

•             د قومونو، قبایلو، سرحدونو، او د ډېورنډ فرضي کرښې اړوند تحقیقي پروژې ترتیبول او ترسره کول.

•             په قبایلو کې د مېشتو وګړیو د ژوند په اړه هر اړخیزه مطالعه.

•            قبایلي او ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه سیمو کې د خلکو د تعلیمي، روغتیایې، فرهنګي او نورو برخو او حالاتو په اړه      مطالعه او څېړنه.

•             قبایلي او ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه سیمو کې د جګړې او خشونت په اړه مطالعات.

•             د ډیورنډ فرضي کرښې او د قبایلي سیمو د حقوقي او قضایي برخو په اړه مطالعات.

•             د ډیورنډ فرضي کرښې د تاریخي موقف او اوسني سیاسي وضعیت په اړه څېړنه او مطالعه.

•             په قبایلو کې د افغانیت د ملي تفکر د ترویج په اړه مطالعات او څېړنې.

•             د لوی او تاریخي افغانستان د ملي، سیاسي او فرهنګي موضوعاتو په اړه د تحقیقي ورکشاپونو او علمي سیمینارونو جوړول.

              د سیمه ییزو سیاسي او اتنیکي مسایلو په اړه تحقیقات او سیاسي مطالعات تر سره کول.