د تدارکاتو ریاست

دغه ریاست چې مخکې د تدارکاتو او خدماتو په نامه یادیده په د ۱۳۹۶ کال په تشکیل کې د تدارکاتو ریاست په نامه ونومول شو.
د تدارکاتو ریاست عمده دندې او مسؤلیتونه: یاد ریاست دوه امریتونه، دوه عمومي مدیریتونه او اجرائیه مدیریت لري چې په لاندې ډول دي:

  1. د تدارکاتو امریت
  2. د پلانگذاري او امریت
  3. د قراردادونو د اسانتیاوو عمومي مدیریت
  4. د پلانګذاري عمومي مدیریت

اجرائیه مدیریت

دغه ریاست په ټولیزه توګه لاندې دندې پرمخ بیايي:

  1. د وزارت د تدارکاتي اړتیاوو تثبیت او توحید کول .
  2. د توحید شویو اړتیاوو پروژه کول.
  3. د تدارکاتي پلان  ترتیب، له مقام څخه یې د منظورۍ اخستل او د تدارکاتو ملي ادارې په سیستم APPMS)) کې یې خوندي کول.
  4. دپروژې اعلان، غوښتنه، د وړاندیزونو پرانستونکې هیئت له لوري د وړاندیزونو (افرونو) ارزوونه، د ځواب ویونکو او ګټونکو وړاندیزونو مشخصول د ارزونې د هیئت لخوا.
  5. د غوښتونکو (داوطلبانو ) سره د هوکړه لیک ترتیبول.
  6. د تدارکاتي اسانتیاوو (تسهیلاتو) وړاندې کول له هوکړه لیک وروسته .
  7. د هغه توکو (اجناسو) او د ودانیزو چارو چوپړتیا وړاندې کول چې مخکې له مخکې یې وړاندوینه نه وي شوې او په سملاسي توګه منځ ته راشي غوښتنه او نرخ ټاکل.