د بشري زېرمو ریاست

دغه ریاست څلور آمریتونه لري، چې په لاندې ډول دي:

  1. د کارکوونکو آمریت
  2. د سوانح آمریت
  3. د استخدام آمریت
  4. د ظرفیتونو د پراختیا آمریت

د بشري زېرمو ریاست په ټولیزه توګه لاندې دندې تر سره کوي:

  1. په اداره کې د انساني ځواک روزنه او جذب
  2. د شرایطو وړ کارکوونکو د شتمینو د ثبت فورم راټولولو او دمقام دفتر له لارې د چارو ادارې ته د هغو لیږل
  3. د ټولو کارکوونکو شکایتونو او ستونزو ته رسیدنه
  4. د روزنیزو ورکشاپونو له لارې د کارکوونکو د وړتیاوو لوړول
  5. هر کال د وزارت د تشکیل طرحه او ترتیب
  6. کارکوونکو لپاره د سوانحو دفتر جوړول
  7. د بشري زېرمو ریاست د معلوماتو د انسجام سیستم رامنځته کول.