د مقام دفتر ریاست

د وزارت مقام د دفتر ریاست دغه لاندې آمریتونه او عمومي مدیریتونه لري:

د بهرنیو اړیکو آمریت،د اسنادو او اړیکو آمریت، د پذیرش عمومي مدیریت، د آرشیف عمومي مدیریت، دسندونو مدیریت، د پاسپورټ او وېزې عمومي مدیریت، د غونډو د تنظیم لوی مدیرت:
د مقام دفتر ریاست د وزارت او مرکزي او ولایتي ادارو  او نورو دولتي ادارو او نړیوالو موسسو په چارو کې د طرحه شویو مسایلو د حل کولو او د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د موخو په تطبیق کې مهم رول لري.

د رئیس الوزرا او امیرالمؤمنین له لوري د راغلیو فرمانونو او احکامو تکثیرول مرکزي ریاستونو ته د وزیرانو شوار د مصوبو لیږل او د فورم، د حکمونو د تحقق او ډاډ تر لاسه کولو لپاره اړوندو مقاماتو ته د هغو لیږل، د مهمو اسنادو ساتل او د وزارت داخلي او بهرنیو ادارو ته د محترم وزیر صاحب د هدایتونو او وړاندیزونو لیکل د دفتر ریاست مهمې دندې دي.