د هېواد له بېلابېلو قومي مشرانو، مخورو او ځوانانو سره لیدنه!

mobta-af
Mon, Dec 07 2020 9:15 AM
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې مخکې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو له یو شمېر قومي مشرانو، مخورو، ځوانانو او ښځینه فعالانوسره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

د کتنې په پیل کې یادو قومي مشرانو، ځوانانو او ښځینه فعالانو په خپلو خبرو کې د سرحدونو او قبایلو چارو د وزیر په توګه د ښاغلي محب الله صمیم د ټاکل کېدو له امله، چې د ولس له کور څخه یې د باور لوړه رایه ترلاسه کړه مبارکي وویله او خپلې یو لړ ستونزې یې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې وې ویل: د سولې او بیارغونې لپاره به ټول قومي مشران سره لاس په کارشو او د خپل موجوده نظام او ولس څخه به ملاتړ وکړو.

mobta

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم په خپلو خبرو کې د سولې په ټینګښت، د پولو په ساتلو او د ټولګټو ملي پروژو په تطبیق کې د قومي مشرانو ونډه او همکاري ارزښتناکه وبلله وې ویل: موږ به د تل په څېر د سولې او امنیت په برخه کې خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړو او ستاسو ستونزې به له اړوندو ادارو سره شریکې کړو او هڅه به مو دا وي، چې په هېواد کې د مېشتو درنو قومونو ترمنځ د ورورولۍ فضا رامنځته کړو.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu