د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له لورې د ولسمشریزو ټاکنو د وروستۍ پرېکړۍ او د سولې ملي پروسې څخه د ملاتړ غونډه!

mobta-af
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۴ - ۱۳:۵۹
mobta

د فراه ولایت د سرحدونو او قبایلو چارو ریاست له لورې نن شنبې د روان لمریز کال د کب میاشتې پر ۳ مه نېټه د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له لورې د ولسمشریزو ټاکنو د وروستۍ پریکړې او د سولې ملي پروسې څخه د ملاتړ ترعنوان لاندې غونډه جوړه شوه، چې په کې د یاد ولایت والي ښاغلې محمد شعیب ثابت، مرستیال والي الحاج مسعود بختور، په ولسی جرگه کې د فراه ولایت د خلکو استازو، ښاغلي ډاکټرهمایون شهزاده، ښاغلي انجنیر عبدالنصیر فراهي، د ولایتي شورا غړو، د ټولو ادارو مسئولینو، ولسوالانو، د پوهنتون استادانو، دیني علمانو، مخورو، قومي مشرانو ، د مدنی ټولنو استازو، ځوانانو خویندو او وروڼو د (۶۰۰) څخه زیاتو برخه والو ګډون درلود.

غونډه د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل او ملي سرود خپور شو، ورپسې د فراه ولایت د سرحدونو اوقبایلو چارو رئیس محمداکبر"عمر" د غونډې برخوالوته ښه راغلاست او پرانیستونکې وینا وکړه او د ولسمشریرزو ټاکنو د وروستۍ پریکړې په مناسبت یې د غونډې برخوالو ته مبارکي وویله: زیاته یې کړه، چې د فراه ولسونو په سختو شرایطو کې راووتل خپله رایه یی وکاروله او د خپل زعیم په ټاکلوکې یې مهم رول اداکړ همدا راز یې د سولې د وروستیو پرمختوگونو یادونه هم وکړه د دولت له رهبرۍ یې وغوښتل، چې د سولې په اړوند د پرتو چیلنجونو د حل په موخه د سولې خپلې منابع او قوتونه په داسې ډول توحید او تنطیم کړي چې په هېواد کې د تلپاتې سولې پیلامه وگرځي، ترڅو ټول افغانان په ګران هېواد کې د سولې تر ویاړمن چتر لاندې خوندي اوپتمن ژوند وکړي.

ورپسې د یاد ولایت والي ښاغلي محمد شعیب "ثابت" د سولې اړوند خبرې وکړې او د ولسمشریزو ټاکنو د وروستۍ پریکړې ستاینه یې وکړه او ولسمشر ته یې د بریالیتوب مبارکي وویله: همدا راز یې د سولې ملي پروسې په اړه یې له ولسونو وغوښتل، چې تر بل هر وخت د سولې د رارسیدو امکانات زیات شوي بناء دینې علمان او ټول فراهي ولس باید د سولې د ټینګښت په اړوند خپلې هڅې زیاتې کړي.

وروسته په ولسې جرگه کې د فراه ولایت د خلکو استازو ښاغلي ډاکټرهمایون شهزاده، انجینر عبدالنصیر، د ولایتي شورا استازي الحاج خیرمحمد نورزي، د حج اوقافو رئیس عبدالجبار مطمئین فراهي، قومي مشرحاجي زرین خان، د خویندو په استازیتوب آغلې کبرعظیمي هم وینا وکړه او د ټاکنود خپلواک کمېسیون د وروستۍ پریکړې ستاینه یی وکړه او ولسمشر محمد اشرف غني ته یې د بریالي نوماند په توګه مبارکي وویله: د سولې په اړوند یې هم خبرې وکړې او په دې برخه کې یې وروستۍ هڅې وستایلې.
نوموړو له ولسونو وغوښتل، چې د سولې په تړاو دې، چې یوه ملي پروسه ده مثبت پیغامونه خپاره کړي.
غونډه په هېواد کې د تلپاتې سولې په دعایې سره پای ته ورسیده.

 

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

مسئولین  در قندهار دو خانواده را آشتی دادند

 

 پنجسنبه ۲۷  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

مسئولین  ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت کندهار به همکاری محصلین منازعه میان دو خانواده در ولسوالی تخته پل آن ولایت را که نزدیک به دو سال ادامه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۰:۵۸
Background image

حل منازعه یک ساله میان دو خانواده در کندز 

 

چهار شنبه ۲۶  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

منازعه  که از مدت  نزدیک به یک سال  میان  دو خانواده در منطقه سردار دوره  مرکز ولایت نامبرده  وجود داشت و اختلافات خانوادگی بزرگ را در بین آنها به. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۱:۵۸
Background image

حل منازعه 5 ساله در بلخ

 شنبه ۲۲/ جمادي الآخر/ ۱۴۴۷ ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت بلخ، با همکاری بزرگان محلی و مصلین منازعه پنج ساله میان یک خانواده از فیض آباد ولایت جوزجان و خانواده دیگر از قریه. . .

BACK TO NEWS

User account menu