د شمال زون د سرحدي ستونزو د ارزونې امنيتي کميټې د ازبکستان هېواد له پلاوي  سره د همغږۍ ناسته تر سره کړه

mobta-af
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۹ - ۱۵:۱۵
Mobta

سه شنبه ٤ ربيع اولال١٤٤٥

د اسلامي امارت له لوري د هېواد د سرحدي ستونزو د ارزونې او هواري په موخه د شپږمې سرحدي ليوا قومندان مولوي منصور جاويد تر مشري لاندې ټاکل شوي پلاوي چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت نماينده ښاغلي غلام نبي صميم يې هم عضويت درلود  ازبکستان هيواد ته د رسني سفر په ترڅ کې د کوربه هيواد له سرحدي چارواکو سره د همغږۍ  ناسته تر سره کړه.

په ياده غونډه کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس ښاغلي غلام نبي صمیم د سرحدې ولسواليو د خلکو د شته ستونزو يادونه وکړه او د امو درياب د تخريباتو، په ازبکستان هېواد کې د افغان زندانيانو د خلاصولو، د سرحدي صفري نقطو د تجديد ، د دواړو هېوادونو ترمنځ دتجارتي اموالو په تگ را تگ کې د اسانتياوو د رامنځته کولو او د ښه ګاونډيتوب د دوام په اړه په تفصيل سره خبرې وکړې او په يادو برخو کې يې په گډ کار ټينگار وکړ.

په پاي کې د دواړو هېوادونو پلاوو يو بل ته ډاډ ورکړ چې ستونزې به هواروي دوستانه اړیکې به لا پسې پراخوي او په بېلابېلو برخو کې به له يو بل سره بشپړه همکاري کوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

مسئولین  در قندهار دو خانواده را آشتی دادند

 

 پنجسنبه ۲۷  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

مسئولین  ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت کندهار به همکاری محصلین منازعه میان دو خانواده در ولسوالی تخته پل آن ولایت را که نزدیک به دو سال ادامه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۰:۵۸
Background image

حل منازعه یک ساله میان دو خانواده در کندز 

 

چهار شنبه ۲۶  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

منازعه  که از مدت  نزدیک به یک سال  میان  دو خانواده در منطقه سردار دوره  مرکز ولایت نامبرده  وجود داشت و اختلافات خانوادگی بزرگ را در بین آنها به. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۱:۵۸
Background image

حل منازعه 5 ساله در بلخ

 شنبه ۲۲/ جمادي الآخر/ ۱۴۴۷ ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت بلخ، با همکاری بزرگان محلی و مصلین منازعه پنج ساله میان یک خانواده از فیض آباد ولایت جوزجان و خانواده دیگر از قریه. . .

BACK TO NEWS

User account menu