پامير ته د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو د سرپرست وزير تاريخي سفر

mobta-af
یکشنبه ۱۴۰۱/۵/۳۰ - ۱۲:۴
Mobta

۱۴۴۴/۱/۲۳ دوشنبه

د محرم مياشتې پر ۱۷مه واخان ته د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرپرست الحاج ملا نورالله نوري او ورسره مل پلاوي د سفر په دوهمه او دريمه ورځ د واخان ولسوالۍ له ګازخان او سرحد بروغيل سيمو څخه ليدنه وکړه. د ګازخان سيمې د دهقان کميساري او تاجکستان هيواد سره د صفري نقطو او آمو سيند له تخريباتو ليدنه او نظارت ترسره کړ. د سېمې له مشرانو سره يې د ستونزو اوريدلو په موخه ناسته وکړه. د سفر په څلورمه ورځ د ښاغلی نوري او ورسره مل پلاوي موټريز کاروان د نړۍ بام تاريخي پامير ته ورسيد او د پاميري هيوادوالو سره يې د يوې ناستې په ترڅ کې وکتل. قرغيزي قبايلو د ميلمنو تود هرکلی وکړ او خوښي يې څرګنده کړه چې په تاريخ کې لومړی ځل دی چي د اسلامي امارت لوړ پوړي مسؤلين ددوئ له نژدې څخه ليدلو او ستونزو اوريدلو ته راغلي. حاجي بوتو، ملا عبدالحق او سلطان محمد چي د کوچني پامير د قرغيز قبايلو مشران وو د خپلو خلکو په نمايندګي خبرې وکړې. دوئ وويل چي د اسلام په خاطر شاوخوا سل کاله پخوا دغې ليرې پرتې سېمې ته چې هواره برخه يې د سمندر له سطحې ۴۵۰۰ متره لوړوالی لري را کډوال شوي. په يخني او سختو شرايطو کې ژوند کوي. تر مرکز فيض اباده د لارې رغولو، له چين سره د ترانزيتي لارې خلاصولو ، د مدرسو او روغتونونو جوړولو، تذکرو د وېش او په کابل کې د پاميريانو نماينده درلودلو غوښتنې يې وکړې. ښاغلي نوري پاميريان د هيواد بې معاشه سرتيري او د افغانستان اصلي بچيان ونومول، خوښي يې څرګنده کړه چې په هيواد کې له نيمروزه تر پاميره بې ساري امن راغلی دی او ټول مېشت قومونه په سوله او ورورولۍ کې ژوند کړی. نوموړي پاميري هيوادوالو ته وويل چي افغاني هويت او تذکرې ددوئ حق دی او ډاډ يې ورکړ ددوئ ټولو ستونزو ته به يو په بل پسې رسيدنه کيږي. ښاغلي نوري د لوی او واړه پامير ټولو کورنيو ته د تحفې په ډول درې قلمه خوراکي توکې او څو سترې خيمې هم راوړي وو چي نماينده ګانو ته يې وسپارل شول. دا چي د تاريخ په اوږدو کې په لومړی ځل پامير ته د وزير په کچه مسؤلين سفر کوي د پامير او واخان نورو سيمو خلک ډير خوښ او هيله مند وو. ښاغلي نوري د اوس لپاره د کوچني پامير خلکو ته د يوه باب ديني مدرسې د بنسټ ډبره هم کيښوده. د يادونې وړ ده چې د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو سرپرست محترم نوري او ورسره پلاوي د سفر په پنځمه ورځ په وغجير دره کې له چين سره د ترانزيتي لاري وروستۍ نقطه او د پامير وروستي سرحد د تيګر منصور په نوم سېمې چي د چين، تاجکستان او افغانستان د پولو د وصل نقطه پکې ده ليدنه وکړه. ښاغلي نوري د يو پيغام له لارې ټولو هيوادوالو ته ډاډ ورکړ چي دهيواد له ټولو پولو په ښه ډول نظارت ترسره کیږي او هيچاته به اجازه ورنکړي چي زموږ پر مقدسه خاوره تيری وکړي. واخان او پامير د افغانستان د زړه د شريانونو مثال لري چي د هيواد په اقتصادي وده او د چين، منځنۍ او مرکزي اسيا تر منځ د وصل نقطې په توګه به تل خپل جيو پوليتيک او ستراتيژيک ارزښت وساتي. د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزير د لوي او کوچني پامير د قرغيزي قبايلو څخه يو يو تن نماينده د وزارت په چوکاټ کې ومنل چي د پاميري مشرانو له خوا به انتخابيږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

مسئولین  در قندهار دو خانواده را آشتی دادند

 

 پنجسنبه ۲۷  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

مسئولین  ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت کندهار به همکاری محصلین منازعه میان دو خانواده در ولسوالی تخته پل آن ولایت را که نزدیک به دو سال ادامه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۰:۵۸
Background image

حل منازعه یک ساله میان دو خانواده در کندز 

 

چهار شنبه ۲۶  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

منازعه  که از مدت  نزدیک به یک سال  میان  دو خانواده در منطقه سردار دوره  مرکز ولایت نامبرده  وجود داشت و اختلافات خانوادگی بزرگ را در بین آنها به. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۱:۵۸
Background image

حل منازعه 5 ساله در بلخ

 شنبه ۲۲/ جمادي الآخر/ ۱۴۴۷ ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت بلخ، با همکاری بزرگان محلی و مصلین منازعه پنج ساله میان یک خانواده از فیض آباد ولایت جوزجان و خانواده دیگر از قریه. . .

BACK TO NEWS

User account menu