د غزني د ولسي غونډې بشپړ خبر!

mobta-af
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۲۸ - ۹:۲۶
mobta

د غزني ولسونه په هېواد کې تلپاتی اوربند او باعزته سوله غواړي او له جمهوري نظام او ملي امنیتي ـ دفاعي ځواکونو ملاتړ کوي.

په هغې لوېې ولسي غونډه کې، چې له همدې امله نن دوشنبه، د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د ثور د میاشتې په ۲۷مه نېټه په غزني کې جوړه شوې وه، د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم او ورسره مل پلاوي، د غزني مرستیال والي، د ملي دفاع وزارت د ستر درستیز لومړي مرستیال، سیمه ایزو دولتي چارواکو، د ملي شورا د دواړو مجلسونو یو شمېر غړو، د ولایتي شورا مشر او غړو، دیني عالمانو، ټولنیزو فعالانو، د بېلابېلو قومونو مشرانو، په غزني کې د زینب هاشمي ترانې ټيم، ځوانانو، خویندو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.

غونډه د کلام الله مجید د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیل او د هېواد ملي سرود خپور شو.

ورپسې د غزنی ولایت مرستیال والي ښاغلي محمد امین مبلغ ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست او د غونډې اجنډا او موخې يې بیان کړې د نظام او امنیتي دفاعی ځواکونو په ملاتړ یې د دغه شان ولسي غونډو جوړولو په اړه یې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د مشرتابه هلې ځلې وستایلې او ددغه شان لویو ولسي غونډو جوړېدو پر دوام یې ټينګار وکړ، زیاته یې کړه: خلک با عزته سوله غواړي او له جګړو ستړي شوي دي.

mobta

همدا راز قومي مشر او مخور وکیل صاحب نادرخان ګېروال د خپلو خبرو په ترڅ کې ملي بنسټونو او ملي ارزښتونو ساتلو ته په اشارې سره وویل: چې دا نظام او بنسټونه زموږ د اولادونو د سر په بیه جوړ شوي او موږ یې له منځه تلل نه غواړو.

وروسته د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم، د غزني ولایت له ولسونو څخه، چې د جمهوري نظام او ملي امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ کوي د مننې په ترڅ کې د جلالتماب ولسمشر محمد اشرف غني پيغام او نیکې هیلې له دوی سره شریکې کړې وویل: تاسو درنو مشرانو نن په دې سترې ولسي غونډه کې په خپل ګډون سره دا ثابته کړه، چې د خپل منتخب جمهوري نظام، ملي امنیتي ـ دفاعي ځواکونو او ملي ارزښتونو ملاتړ کوئ، تاسو د ملي یووالي د روحیې د پیاوړتیا بېلګې یاست.

ښاغلی صمیم زیاته کړه: غزني ولایت ته زموږ د سفر اساسي موخه ستاسو مشرانو پر مټ د دښمن او ځینو مغرضو کړیو د درواغجنو، منفي او ناوړو تبلیغاتو شنډول او له منځه وړل دي، د افغانستان د خلکو دښمنانو داسې ګونګسې او منفی تبلیغات کول، چې ګنې په دې ولایت کې امنیتي وضعیت ښه نه دي، د خپل سفر په ترڅ کې مې وپتیله، چې د دوې دغه شان تبلیغات ناسم او د خلکو د روحیې د کمزولو لپاره دي.

ښاغلي صمیم وویل: موږ سوله غواړو خو داسې سوله، چې پکې خپلې ټولې لاسته راوړنې، چې د ښځو حقوق، د اقلیتونو حقوق، د بشر حقوق، د رسنیو او بیان ازادي ، د ملي ارزښتونو او بنسټونو ساتل، د نجونو او ځوانانو ښوونه او روزنه پکې شاملې وي، ځکه دغه لاسته راوړنې د دې هېواد د سرښندونکي ولس او زړورو بچیانو ملي امنیتي ـ دفاعي ځواکونو د هڅو او قربانیو په پایله کې تر لاسه شوي دي، موږ په شاتګ نه غواړو او انشا الله پرمخ به روان یو.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر د خپلو خبرو په دوام وویل: د دولت وسله وال مخالفین باید د ولس غږته، چې هغه تلپاتي اوربند دی، لبیک ووایي او رادې شي په نظام کې دې په شاملېدو سره د هېواد په آبادولو او پرمختګ کې ونډه واخلي . زموږهڅې هم له همدې امله دي، چې څومره ژرکېږي له هېواد څخه د جګړې ټغرد تل لپاره ټول شي او افغانان په آرامه او سوله یيزه فضا کې خپل ژوند ته دوام ورکړي.

mobta

ښاغلي صمیم دوې ته په خطاب کې وویل: ستونزې او مشکلات شته د خپل سفر په ترڅ کې مو د بېلابېلو قشرونو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او د حل په موخه یې د جمهوري ریاست تر مقام پورې رسوم.

همدا راز په غزني کې د زینب هاشمي لېسې د ترانې ټيم د سولې او امن د ټینګښت په تړاو ترانه وویله، چې د غونډې ګډونوالو له تود هرکلي سره مخامخ شوه او ورسره د غزني د خلکو او ملي ځواکونو روحیه لوړه شوه.

وروسته د ولایتي شورا رئیس نصیر احمد فقیری، قومي مشر وکیل صاحب نادرخان ګېروال، دیني عالم او روحاني شخصیت مولوی صاحب محمد اسماعیل روحاني، د ځوانان عالي شورا غړي منیر احمد فیضي، د ښځو د حقوقو فعالې خاطرې سلطاني، د ولایتي شورا غړې اغلې فاطمې رحیمې او مدني فعال محمد مهدوي هم د خپلو خبرو په ترڅ کې د ولسونو په یووالي او دغه شان د قومي جرګو په جوړولو کې له ښاغلي محب الله صمیم څخه د مننې په ترڅ کې د جمهوري نظام او د هېواد د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه ملاتړ وکړ او د دولت پرمخالفینو یې غږ وکړ، چې دایمي اوربند وکړي، ترڅو هېواد له روانو بدبختیو څخه وژغورل شي او روانه بدمرغه جګړه، چې هره ورځ له افغانانو څخه قرباني اخلي پای ته ورسیږي.

غونډه په هېواد کې د تلپاتې سولې د ټینګښت سره پای ته ورسېده

 

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۳:۲۳
Background image

وحدت در میان ملت و عملی شدن اصول اسلامی شرط های اساسی بقای نظام و پیشرفت کشور می باشد

 

سه شنبه ۱۴ ربيع الثاني ۱۴۴۷

این اظهارات را مسؤلین  امارت اسلامی امروز در جریان یک نشست که تحت عنوان وحدت ملت، بقای نظام اسلامی و رفاه مردم  در ولایت فاریاب تحت رهبری مولوی محمد علی. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۳:۱۴
Background image

تدویر نشست مردمی تحت عنوان وحدت ملت، بقای نظام اسلامی و رفاه مردم

 

یکشنبه/ ۱۲/ ربيع الثاني ۱۴۴۷

نشست بزرگ مردمی تحت رهبری مولوی محمد علی جان احمد، معین جرگه ها و هماهنگی امور قبایل وزارت امور سرحدات، اقوام و قبایل و هیئت همراه شان در ولایت سمنگان. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۸:۵۱
Background image

((هیچ قدرتی توان شکست این ملت ندارد))

پنجشنبه ۱۶ ربيع الثاني ۱۴۴۷

بزرگان قومی این  اظهارات  را در نشست که از سوی وزارت امور سرحدات، اقوام و قبایل در شهر مزار شریف مرکز ولایت بلخ، به رهبری الحاج مولوی محمد علی جان احمد،. . .

BACK TO NEWS

User account menu