د ازادې سیالۍ له لارې د ازموینې ترسره کېدل!
د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د MoBTA Reform پروژې درې بستونو ته، چې د پروژې د مدیر، حمایوې افیسر او سرحدي افیسر تر سرلیک لاندې وو، نن چهارشنبې د روان لمریز کال د کب میاشتې پر ۶ مه نېټه د (۵۷) تنو نوماندانو په ګډون ازموینه ترسره شوه.
د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي څېړنو معین ښاغلي ډاکټر محمد آصف قاضي زاده د ازموینې له بهیر څخه د لیدنې پر مهال د ازموینې پر شفافیت ټینګار وکړ وې ویل: چې باید وړ او په کار پوه نوماندان پر دندو وګمارل شي، ترڅو وکولای شي د وخت غوښتنو سره سم خپلو هېوادوالو ته د خدمت جوګه شي.