پکتیا کې د شاوخوا ۱۹ کلونو په دوام يوې مرګوني دښمني پای وموند

haqani_admin
Wed, Sep 02 2026 11:36 AM
پکتیا کې د شاوخوا ۱۹ کلونو په دوام يوې مرګوني دښمني پای وموند

 

چهار شنبه ۱۹ ربیع الاول ۱۴۴۸

د پکتيا ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو د دغه ولايت په اريوب ځاځيو ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ د څه کم دوه لسيزو په دوام هغه رامنځته شوې بدي هواره کړه، چې دواړو لوريو ته د مرګ ژوبلې سربېره يې ګڼ اختلافات را ولاړ کړي وو.

د دغه بدي په پايله کې دوو تنو خپل ژوند له لاسه وورکړي وو، چې له کبله يې د ښکېلو کورنيو ترمنځ لويې بدبينۍ او جنجالونه رامنځته کړي وو، چې مسؤلينو په خپل منځګړيتوب سره د يوې شرعي فيصلي په ترڅ کې د پای ټکی ورته کېښود.

د يادې بدي د روغي جوړې په مراسمو کې د پکتيا والي ملا مهرالله حماد په شمول د اريوب ځاځي ولسوالي ولسوال، د بېلابېلو ادارو استازو، ديني عالمانو، قومي مشرانو، متنفذينو او د سيمې خلکو ګډون درلود

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu