باميان ولايت کې د تاجک او هزاره قوم ترمنځ دوه کلنه دښمني پای ته ورسېده

haqani_admin
Mon, Nov 09 2026 9:46 AM
باميان ولايت کې د تاجک او هزاره قوم ترمنځ دوه کلنه دښمني پای ته ورسېده

دوشنبه ۲۸ جمادی الأولی ۱۴۴۸

د باميان ولايت مرکز اړوند په توپچي سيمه کې د دوو لويو قومونو ترمنځ د ځينو خپلمنځي مسائلو پر سر راپورته شوې دښمني، چې په پايله کې يې د مالي زيانونو سربېره له يوه طرفه يو کس خپل ژوند بايللی و، د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت د مسؤلينو، ولايتي ادارې د مشرانو او قومي استازو په هڅو پای ته ورسېده.

د روغې جوړې د مراسمو پرمهال مسؤلينو په خپلو خبرو کې د اتحاد او اتفاق پر ارزښت ټینګار وکړ او ویې ویل: اتحاد د یوې ټولنې د عزت، سرلوړۍ او پرمختګ بنسټیز لامل دی. کله چې خلک د ورورولۍ، خواخوږۍ او یووالي په روحیه د یو بل ترڅنګ ودرېږي نو د سولې لپاره مناسب فرصتونه برابرېږي.

په پای کې د دواړو خواوو استازو د مصلحينو په حضور کې يوبل ته د ورورولۍ او بښنې غيږې ورکړې او ژمنه يې وکړه، چې په راتلونکي کې به په خپلو منځونو کې هېڅ ډول تاوترېخوالي ته زړه نه ښه کوي، بلکې د ورورولۍ ژوند ته به دوام ورکوي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 2:07 PM
Background image

"Those who had come to Afghanistan for protecting human rights committed a genocide of Afghans here"

 

Monday/6/10/2026

Minister of Borders and tribal affairs Mullah Noorullah Noori while speaking to a large meeting in the Jaghori district of Ghazni province stated those who had come. . .

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

BACK TO NEWS

User account menu