لوګر کې ۴۰ کلنه کورنۍ دښمني په روغه جوړه بدله شوه

haqani_admin
Sat, Oct 10 2026 2:36 PM
لوګر کې ۴۰ کلنه کورنۍ دښمني په روغه جوړه بدله شوه

 

شنبه ۲۷ ربيع الآخر ۱۴۴۸

د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ د ګمران سیمې دوو کورنیو ترمنځ هغه اوږدمهاله دښمني، چې شاوخوا ۴۰ کاله وړاندې په کوزه پښتونخوا کې د هجرت پر مهال رامنځته شوې وه او په ترڅ کې یې د یوه لوري دوه کسان وژل شوي وو د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د مسؤلينو او قومي مشرانو په هڅو د روغې جوړې له لارې پای ته ورسېده.

د دغې شخړې د حل په موخه لومړی له دواړو لوريو سره خبرې وشوې، وروسته د همدې شخړې د حل لپاره د جوړې شوې کمېټې غړو له لوګر څخه ننګرهار ته سفر وکړ او هلته یې د دواړو کورنیو له استازو سره ګډې ناستې ترسره کړې. د دغو هڅو په پایله کې دواړه لوري لوګر ته راستانه شول او د روغې جوړې بهیر يې په سوله او ورورولي بشپړ شو، چې يو بل يې سره وبښل.

د يادې روغې د مراسمو پرمهال د لوګر مرستيال والي او د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس د دغې روغې جوړې له ترسره کېدو خوښي څرګنده کړه، د دواړو کورنیو مشرانو ته یې مبارکي وویله او له قومي مخورو او ولسونو یې وغوښتل چې د ورته شخړو د حل، سولې او ورورولي د ټینګښت لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 2:07 PM
Background image

"Those who had come to Afghanistan for protecting human rights committed a genocide of Afghans here"

 

Monday/6/10/2026

Minister of Borders and tribal affairs Mullah Noorullah Noori while speaking to a large meeting in the Jaghori district of Ghazni province stated those who had come. . .

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

BACK TO NEWS

User account menu