د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت ګومارل شوی لوړ پوړی هيئت د رسمي سفر په ترڅ کې زابل ولايت ته رسیدلی.

mobta-af
Tue, Feb 01 2022 11:32 PM
m

۱۴۰۰/۱۱/۱۲ سه شنبه

د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت لوړ رتبه هیئت چې په رأس کې يې د یاد وزارت د جرګو او قبايلو د همغږۍ رئیس ښاغلی مولوي محمد اسماعیل، د تفتش رئیس ښاغلی ملا نیازمحمد، د سرحدونو د برسي ریاست مرستیال ښاغلی غلام نبي صافی د خپل کاري سفر په ترڅ کي د زابل ولايت د سرحدونو او قبایلو رياست څخه ليدنه وکړه.

د زابل د سرحدونو چارو رئیس سحر اخندزاده هيئت ته ښه راغلاست ووايه او د زابل د سرحدونو او قومونو اړوند يې معلومات وړاندي کړل. د پلاوي مشر ښاغلي مولوي محمد اسماعیل په خپلو خبرو کې وویل، چې د سرحدونو قبایلو چارو وزارت د رهبرۍ د هدایت پر اساس (۷) ولایتونوغزنی، زابل، کندهار، هلمند، فراه، نیمروز او هرات د سرحدونو او قبایلو چارو ریاستونو د برسي، د اداري چارو ارزیابي کولو، د قومونو او قبایلو سره د لیدلو او د هیواد د سرحدونو د هغو صفري نقطو څخه لیدنه يې مهم اهداف دي.

په خبره يې په دې رسمي سفر کې د دې تر څنګ د اړوندو ریاستونو د فعاليتونو د ارزيابي او چارو د ښه تنظيم په اړه هم کار کوي‌.

ښاغلی مولوي محمد اسماعیل زیاتوي چې د کوچیانو چارو د سمون اداره د وزیرانو شوراء د پريکړې پر اساس د سرحدونو او قبایلو وزارت په تشکيلاتو کي مدغميږي او دوئ به په دې سفر کي په دې برخه کي هم کار کوي.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu