پر پوهنتونونو او اکاډمیکو مرکزونو برید د ظلم، جنایت او جهالت وروستۍ حد دی.

mobta-af
Mon, Nov 02 2020 2:45 PM
mobta

 

د زیات تاسف ځای دی، چې د هېواد د علم، پوهې، سوکالۍ او پرمختګ دښمنانو د خپلو وحشیانه جنایتونو په دوام نن سهار د کابل پر پوهنتون وسله وال برید کړی، چې له امله یې د نجونو په ګډون زموږ یو شمېر بېګناه محصلان شهیدان او ټپیان شوي دي.

انا لله و انا الیه راجعون

وحشي ترهګر، چې د افغانستان د سوکالۍ، پرمختګ او دعلم او پوهې دښمنان دي، هېڅکله هم نه غواړي افغانستان پرمختګ وکړي او د نړۍ له نورو هېوادونو سره سیال شی، دغه شان کړغېړن بریدونه په هېڅ ډول توجیه کېدای نه شي او افغانان ورته د ستر جنایت او جهالت په سترګه ګوري.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت په داسې حال کې، چې د هېواد د علم او پوهې پر ضد د ترهګرو دغه شان وحشیانه عملونه په کله غندي، د پېښې شهیدانو ته د فردوس جنت، ټپیانو ته سملاسي روغتیا او د شهیدانو وارثانو ته د جمیل صبر هیله کوي.

محب الله صمیم

د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست او نوماند وزیر

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu