د ښوونې او روزنې ریاست

mobta

سریزه :

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د ښوونې او روزنې ریاست چې له کلونو راهیسې د هېواد د متوازنې تعلیمي پراختیا  او پر مختګ په بهیر کې ونډه لري. د هېواد قبایلي، سرحدي او له زده کړو د محرومو سیمو زده کوونکو ته په کابل کې د خوشحال خان لېسه، رحمان بابا لېسه، پیرمحمد کاکړ لېسه او بایزید روښان انستیتوت او د ننګرهار پښتونستان لېسه د کندهار غازي عبدالله خان اڅکزي لېسه، د غزني د کوچیانو لېسه او د خوست په قبایلو لېسه کې په لیلیه توګه د زده کړو زمینه برابره کړې. نوموړو زده کوونکو ته د لیلیې هر راز اسانتیاوې برابرې شوې ، د زده کوونکو لپاره ښه تدریسي او اداري محیط، د نوي او عصري تکنالوجۍ سره د بلدتیا په موخه کمپیوټر لیبونه جوړ شوي، چې د دې کار ساری تر دې مهاله د هېواد په ډېرو لږو ښونځیو کې تر سترګو کیږي.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د ښوونې او روزنې ریاست په هڅو او هاند یادو تعلمي نهادونو د هېواد په کچه داسې کدرونه روزلي، چې په هر اړخیزه توګه یې د هېواد په تاریخ کې نموننه یې خدمتونه وړاندې کړي. همدارنګه د لوړو زده کړو له وزارت سره د شوي هوکړه لیک له مخې د قبایلي او سرحدي سیمو ۱۰۴ تنو زده کوونکو ته په  هېواد کې  د لوړو زده کړو زمینه برابروي.

په تېرو څو کلونو کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت  د ښوونې او روزنې ریاست د دومداره او مسلکي هڅو په نتیجه کې د یادو لېسو ګڼ شمېر زده کوونکو لوړو زده کړو ته لاره موندلې ده، چې زیات شمېر یې د طب او انجینیري پوهنځیو ته بریالي شوي. د همدې بریاوو په ویاړ د ښوونې او روزنې ریاست کارکوونکي د هر وخت د مسؤلینو له لوري په وار وار په متعددو تقدیر نامو ستایل شوي دي.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند تعلیمي نهادونه:

په کابل کې:

  • خوشحال خان عالي لېسه
  • رحمان بابا عالي لېسه
  • پیرمحمد کاکړ علي لېسه
  • بایزید روښان انستیتوت

په ننګرهار کې:

  • پښتونستان عالي لېسه

په کندهار کې:

  • غازي عبدالله خان اڅکزي عالي لېسه

په خوست کې:

  • د قبایلو عالي لېسه

په غزني کې:

  • د محمد جان خان کوچي عالي لېسه

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د ښوونې او روزنې ریاست د متوازنې علمي پراختیا او پرمختګ په موخه غواړي چې خپلو خدمتونو ته پراختیا ورکړي او هغه ځوانانو ته چې په محرومو او سرحدي سیمو کې له زده کړو بې برخې دي د زده کړو زمینه برابره کړي. د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د ښوونې او روزنې ریاست په راتلونکې کلونو کې خپلو تعلیمي نهادونو ته د کمیت او کیفیت له اړخه وده ورکوي او پلان لري، چې سرحدي لېسې زیاتې او ټولې په نوي او عصري ټکنالوژۍ سمبال کړي. د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د ښوونې او روزنې ریاست هڅه به دا وي، چې په راتلونکې کلونو کې له اړوند لېسو څخه یوه لېسه چې په انګلیسي ژبه تدریس وکړي او غواړي چې په بدخشان کې د پامیریانو لېسه، په پکتیکا کې یوه لېسه، د کوچیانو او قبایلو لپاره نورې لېسې هم جوړي کړي.

ګټې/ اغېزې

په هېواد کې د نا امنیو له کبله د نورو ستونزو تر څنګ د ښوونې او روزنې بهیر ته هم ډیر زیان رسیدلی دی. اوس هم د هېواد په کچه په زرګونو ځوانان د ښونې او روزنې له نعمت څخه بې برخې دي، دغه کچه د نورو پر پرتله د قبایلي، سرحدې او محرومو سیمو په ځوانانو کې لا زیاته ده، د یادو سیمو ډېری ځوانان چې د زده کړو له  ګاڼې څخه بې برخې دي د ستونزو څخه ډک ژوند تیروي او پایلې یې نه یوازې د دوی په انفرادي ژوند بلکې په ټوله کې ټولنې او هېواد ته زیان رسوي. د هېواد د متوازنې تعلیمي پراختیا او پرمختګ په موخه اړینه ده چې د هېواد د قبایلي، سرحدي او محرومو سیمو زده کوونکو ته د زده کړو زمینه برابره شي، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د خپلو نورو مسؤلیتونو ترڅنګ مسؤلیت لري چې، د یادو سیمو د ځوانانو لپاره د ښوونې او روزنې بهیر لا غښتلی کړي. پدې  ترځ کې د ښوونې او روزنې د پنځه کلن ستراتیژیک پلان پر مټ به هڅه وشي، چې د دغو سیمو ځوانانو ته د متوازنې تعلیمي پراختیا په موخه لا زیاته زمینه به برابره شي، دا کار به په هېواد کې د متوازنې تعلیمي پراختیا او پرمختګ تر څنګ د قبایلي او سرحدي سیمو ځوانان په انفرادي او ټولنیز ژوند ښې اغېزې ولري، همدارنګه د یادو سیمو ځوانانو ښوونه او روزنه د سولې او امنیت په ټینګښت،ملي یوالي، هېواد ته ژمنتیا، زغم، اقتصادي او فرهنګي ودې او په ټوله کې به د ګران هېواد افغانستان په هر اړخیز پرمختګ او هوساینه کې مرسته وکړي.