وزارت ژمن دی، چې اطلاعاتو ته د لاسرسۍ له قانون سره سم خلکوته پر وخت او کره معلومات ورکړي!

mobta-af
Sat, Feb 29 2020 2:58 PM
mobta

دغه خبره د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي نن شنبې د روان لمریز کال د کب میاشتې پر ۱۰ مه نېټه اطلاعاتو د لاسرسۍ د کمیسېون له نظارتي استازو هر یو ښاغلي محمد داوود فیاض او اغلې بشینه خراساني سره په کتنه کې څرګنده کړه.

په دې کتنه کې چې، د وزارت مالي او اداري معین ښاغلی شجاع الملک جلاله خان، د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریس عبدالوحید خاورې ، د وزارت د اطلاع رسوونې مسوول ښاغلی سید نظیم سعیدي او د ویب سایټ مدیره هم حاضره وه.
لومړۍ د اطلاعاتو د لاسرسي قانون نظارتي استازي په خپلو خبرو کې د وزارت له اطلاعاتي او فرهنګي کړنو څخه، چې پروخت د فېسبوک، ویب پاڼې، مجلو، جرېدو او نور رسنیو له لارې خپریږي رضایت وښود او د ویب سایټ او خلکو ته د اطلاعاتو د ورکړې په اړه یې خپل یو لړ وړاندیزونه له ښاغلي مسلکي معین سره شریک کړل.

ورپسې ښاغلي بارکزي اطلاعاتو ته لاسرسۍ د افغانستان د خلکو حق وباله زیاته يې کړه، چې وزارت ژمن دې چې د تېر په شان به خلکو ته پروخت او کره معلومات وړاندې کوي.

ښاغلی مسلکي معین همدا راز د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس ته لارښوونه وکړه، د لا زیات شفافیت په خاطر د ویب سايټ په بډاینه او فعالیتونو په منعکسولو کې لا زیاتې هلې ځلې وکړي.

د یادونې وړ ده، چې له کتنې مخکې د وزارت ویب پاڼه د هغو ۴۴ شاخصونو سره سم چې کميسېون ټاکلي دي، د کميسیون د استازو له خوا نظارت او ارزیابي شوه، چې له نیکه مرغه د استازو رضایت یې له ځانه سره درلود.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu