(( وخت به راځي، چې يوه ورځ به دا مظلوم افغانان نړۍ ته نجات ورکوي ))

haqani_admin
Wed, Nov 11 2026 1:49 PM
(( وخت به راځي، چې يوه ورځ به دا مظلوم افغانان نړۍ ته نجات ورکوي ))

چهارشنبه ۳۰ جمادی‌الأولی ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت لخوا د اسلامي نظام تر چتر لاندې له خلکو سره د شریعت د نفاذ او همغږۍ تر عنوان لاندې د هېواد په ولایتونو کې د روانو غونډو په دوام، نن په پروان ولایت کې د عامو خلکو او مسؤلینو ترمنځ د غونډې پرمهال پورته څرګندونې د یاد وزارت د سرحدي پلټنو معین مولوي عنایت‌الله شجاع وکړې.

 شاغلي شجاع وویل: هغه کسان، چې د کفارو ملګرتیا یې کوله او خلک یې د هغوی غلامۍ ته هڅول، ولسونو یې د ناسمو دسیسو مخه ونیوله. نوموړي د خپلو خبرو پرمهال له خلکو وغوښتل، چې خپل اولادونه زده‌کړو ته وهڅوي، څو په بېلابېلو برخو کې له نړيوالو سره سیال شي. هغه همداراز د حق په لاره کې شوې مبارزې او قربانۍ د ولسونو په حافظه کې تلپاتې وبللې او څرګنده يې کړه، چې یوه ورځ به مظلوم افغانان نړۍ ته نجات ورکوي او هېڅ ځواک به بیا د افغانانو دښمنۍ ته زړه ښه نه کړي.

ورپسې د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رئیس مولوي محمد آجان رهبر وویل: د شکر ځای دی، چې الله تعالی له ۴۵ کلونو قربانیو، مبارزو، زندانونو او ستونزو وروسته د اسلامي شریعت نظام راپه برخه کړ. نوموړي زیاته کړه، په پوځي ډګر کې دښمن ته له ماتې ورکولو وروسته اوس د فکري جګړې هڅې کېږي تر څو ځوانان بې‌ لارې شي، نو باید ټول بیدار واوسو او د دښمن په تبلیغاتو ونه غوليږو.

قومي مشرانو د اسلامي نظام د ملاتړ په برخه کې د خپل ولس ژمنتیا روښانه کړه ویې ویل: افغانان د هغو خلکو ملاتړ نه کوي، چې د اسلامي شریعت د احکامو خلاف کړنې ترسره کوي. هغوی زیاته کړه نظام زموږ د زرګونو شهیدانو په پایله کې رامنځته شوی، نو تل به يې ملاتړ او همکاري کوو. قومي مشرانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت څخه د خلکو د ستونزو د حل په برخه کې د ترسره شویو هڅو مننه وکړه او په ځينو سيمو کې یې د استنادي ديوالونو، بريښنا، سړکونو، ځوانانو ته د کاري فرصتونو برابرولو او د معیاري روغتیايي مرکزونو د جوړولو غوښتنه وکړه

Latest news

Tue, Oct 06 2026 2:07 PM
Background image

"Those who had come to Afghanistan for protecting human rights committed a genocide of Afghans here"

 

Monday/6/10/2026

Minister of Borders and tribal affairs Mullah Noorullah Noori while speaking to a large meeting in the Jaghori district of Ghazni province stated those who had come. . .

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

BACK TO NEWS

User account menu