د غزني او زابل ولايت د دوو قومونو ترمنځ  د ۱۱ کلنې بدي پای

haqani_admin
Thu, Sep 10 2026 9:55 AM
د غزني او زابل ولايت د دوو قومونو ترمنځ  د ۱۱ کلنې بدي پای

 

چهارشنبه ۲۶ ربيع الأول ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د شخړو د حل مرکزي کمېټې غزني ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د غزني ولايتي ادارې په همکاري د غزني او زابل ولايتونو د دوو قومونو اړوند د دوو قومونو تر مابین روغه جوړه وکړه او د دوی ترمنځ يې يوولس کلنه بدي پای ته ورسوله.

په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د داخلي پلټنې رئیس شیخ حضرت ولي حقاني، د مقام د شخړو د حل سلاکار محمد کریم سحر اخندزاده، د کوچیانو د اسکانو رئیس مولوي محمد اسحاق ادریس، د ولايتي ادارې استازي مولوي موسی جان ابراهیم، دیني عالمانو او قومي مخورو حضور درلود.

غوندې ته د وزارت د داخلي پلټنې رئیس شیخ حضرت ولي حقاني او د شخړو د حل مشاور محمد کریم سحر اخندزاده وويل: تېرو حکومتونو د ولسونو تر منځ له شخړو سیاسي استفاده کوله خو اوس لله الحمد مسؤلين د خلکو کورونو ته ورځي او ترمنځ يې بدۍ په دوستيو وربدلوي. 

د يادولو ده، چې د غزني د جاغوري ولسوالي د هزاره قوم او د زابل د خاک افغان ولسوالي کاکړ قوم ترمنځ په دغه رامنځته شوې شخړه کې د ډېرو ناخوالو تر څنګ يو تن هم وژل شوی و

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu