د اسلامي نظام تر چتر لاندې د شریعت د تنفیذ په موخه له خلکو سره د همغږۍ غونډه

haqani_admin
Tue, Sep 01 2026 10:07 AM
د اسلامي نظام تر چتر لاندې د شریعت د تنفیذ په موخه له خلکو سره د همغږۍ غونډه

 

سه شنبه ۱۹ ربیع الاول ۱۴۴۸

د باميان ولايت په پنجاب ولسوالي کې د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت د مسؤلينو په مشري د ولايتي ادارې دمشرانو، ولسوالي د استازو، ديني عالمانو، قومي مخورو او عامو خلکو ترمنځ د اسلامي نظام ترچتر لاندې د شريعت د تنفيد په موخه له خلکو سره د همغږۍ پراخه ولسي غونډه وشوه.


غونډې ته مسؤلينو د خپلو ويناوو پرمهال په ټولنه کې د اخوت او ورورولي پر اړتیاوو ټینګار وکړ او دا یې د اسلام د مبارک دین له مهمو برخو وبلل. مسؤلينو په ټولنه کې ديني عالمان او قومي مخورو خورا مهم خلک ياد کړل او غوښتنه يې تري وکړه، چې په ولسونو کې دې د سولي، ورورولي او همداراز د شریعت د تنفیذ د پياوړتيا لپاره کار وکړي.

د يادې رابلل شوې غونډې په ترڅ کې سيمه ييزو مشرانو د پنجاب ولسوالي د خلکو ستونزي له مسؤلينو سره شريکې کړې، چې پکې د پنجاب ولسوالي د سړک ترمیم، د يادې ولسوالي د روغتون د بسترونو د ضرفيت لوړونه، خلکو ته د کاري فرصتونو برابرول او د کوچيانو په برخه کې ستونزو ته رسېدنه شامل وو

Latest news

Tue, Oct 06 2026 2:07 PM
Background image

"Those who had come to Afghanistan for protecting human rights committed a genocide of Afghans here"

 

Monday/6/10/2026

Minister of Borders and tribal affairs Mullah Noorullah Noori while speaking to a large meeting in the Jaghori district of Ghazni province stated those who had come. . .

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

BACK TO NEWS

User account menu