ارزګان کې د يوې ترافيکي پېښه له امله راپورته شوې شخړه هواره شوه

taqi2_admin
Thu, Jun 18 2026 10:08 AM
ارزګان کې د يوې ترافيکي پېښه له امله راپورته شوې شخړه هواره شوه

 

چهار شنبه ۱ محرم الحرام ۱۴۴۸

د ارزګان ولايت په مرکز ترينکوټ کې د يوې ترافيکې پېښې له امله راپورته شوې شخړه د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمر ملا عبدالهادي حاجي امين په مشري د قومي سپين ږيرو او ديني عالمانو په هڅو پای ته ورسېده.

د يادې ترافيکي پېښې پرمهال يوماشوم خپل ژوند بايللی و، چې له کبله يې د دوو کورنيو ترمنځ لويې اندېښنې او جنجالونه راپورته کړي وو. د دغو جنجالونو د هواري په موخه مسؤلينو د يوې رابلل شوې جرګې په ترڅ کې د خير فيصله وکړه او دواړه لوري يې سره پخلا کړل.

د يادې پېښې د قرباني شوې کورنۍ مشرانو د ترسره شوې فيصلې له مخې مقابل لوری وبښه او ژمنه يې وکړه، چې تردې وروسته به هېڅ ډول جنجالونه سره نه کوي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu