پکتيا کې د څلورو کورنيو ترمنځ ۳۵ کلنه بدي په دوستي بدله شوه

taqi_admin
Sat, Dec 20 2025 2:12 PM
پکتيا کې د څلورو کورنيو ترمنځ ۳۵ کلنه بدي په دوستي بدله شوه

 

شنبه ۲۹  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

د پکتیا ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو د قومي مشرانو، علماوو او سیمه ‌ییزو مخورو په همغږۍ د دغه ولايت په څمکنيو ولسوالي کې نېږدې د ۳۵ کلونو په دوام هغه شخړه حل او فصل کړه، چې څلور مختلفې کورنۍ پکې ښکېلې وې.

په ياده رامنځته شوې شخړه کې، چې څلورو تنو خپل ژوند هم بايللی وو او ګڼې ستونزې يې لرلې، د ا.ا.ا مشرانو پکې د روغې جوړې ناستې پيل کړې، د اختلاف د موضوع تر څېړلو وروسته يې د جرګو او دوامدارو هڅو په ترڅ کې دواړه لوري زغم، بښنې او ورورولي ته راوبللې، چې په همدې سره ټولو ښکېلو خواوو د سولې او دوستۍ لاسونه سره ورکړل.

د يادې روغې جوړې پر مهال مسؤلینو ټینګار وکړ، چې د ورته قومي شخړو سوله ‌ییز حل به په راتلونکي کې هم د دوی له لومړیتوبونو وي، څو د ورورولي فضا پیاوړې او د ولس ترمنځ د باور کچه لا نوره هم لوړه شي

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu