د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د ۷۱ ميليونه افغانيو په لګښت خدماتي پروژوې پيلوي

taqi_admin
Mon, Apr 28 2025 3:16 PM
عکس

 


دوشنبه ۳۰ شوال ۱۴۴۶

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو مرستیال مولوي محمد اسماعیل غزنوي په مشري نن له غرمې مخکې د ننګرهار او کنړ ولايتونو په یو شمېر سرحدي ولسواليو کې د خدماتي پروژو د پيل او عملي چارو د ترسره کولو په موخه مشورتي ناسته وکړه. 
 
په دغه مشورتي ناسته کې د سرحدي خدماتو مرکزي کمېټې استازو او د یادې کمېټې تخنیکي غړو ګدون کړی وو، چې پرمهال یې د سرحدي پلټنو مرستیال ښاغلي غزنوي فرضي کرښې ته څېرمه ولسواليو کې د خدماتي پروژو د تطبيق په څرنګوالي خبرې وکړې او د مرکزي کميټې غړو ته یې دنده وسپارله ترڅو د پروژو د عملي کارونو لپاره لاس په کار شي. 

یادې پروژې به د ننګرهار په اچين، دور بابا، لعلپوره، مومندره او خوګياڼو ولسوالۍ کې د څه باندې ۷۱ ميلیونه افغانيو په لګښت پلې شي او ځایي اوسېدونکې به یې په نږدې راتلونکې کې له ګټو څخه برخمن شي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu