د نیمروز ولایت اړوند د سرحدي پولې د پلټنې او څار په موخه سفر

khoram2_admin
Mon, Mar 10 2025 12:35 PM
د نیمروز ولایت اړوند د سرحدي پولې د پلټنې او څار په موخه سفر

د نیمروز ولایت اړوند د سرحدي پولې د پلټنې او څار په موخه سفر

 

دوشنبه ۱۰ رمضان ۱۴۴۶

 

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو رئیس مولوي غلام صدیق سباوون نیمروز ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له محلي مسؤلینو او نظامي منسوبینو سره د د همغږۍ ناسته وکړه. په دغه ناسته کې ښاغلي سباوون د خپل سفر موخه د یاد ولایت د ټولو سرحدي صفري نقطو څارنه او د ولایت په مربوطاطو کې د ډیورنډ فرضي کرښې څارنه او پلټنه یاده کړه.

 

ښاغلي سباوون ګډونوالو ته د ډاډ په وړاندې کولو سره وویل: د سر په بیه د خپلې خاورې ساتنه کوو او هيچا ته به په دې خاوره د تصرف اجازه ور نه کړو. نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې د راتلونکي کال په اوږدو کې به له ګاونډيو ملکونو سره د سرحدونو د لاخونديتوب هڅې نورې هم ګړندۍ کړي. 

 

د دغه په ترڅ کې د ښاغلي سباوون په مشرۍ یوه پلاوي د یاد ولایت د چهاربرجك ولسوالۍ اړوند د ډیورنډ فرضي کرښې181.97 کيلومتره ساحه او له ايران سره 142.19کيلومتره پرته رسمي پوله بررسي کړه او د رباط ملک سیاه او ډک ساحو څخه د ليدنې ترڅنګ یې د مرکز زرنج اړوند له ايران سره 27.642 کيلومټره سرحدي پوله د ورېښمو پل، اړوند سرحدي نقطې او د کنګ ولسوالۍ 56.458کيلومتره سرحدي پولې څخه هم بررسي، څار او لیدنه ترسره کړه. 

 

د یادونې وړ ده، چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو په دوام د روان کال په اوږدو کې د بدخشان، کنړ، پکتيکا، لوګر، هرات، فراه او نيمروز ولايتونو اړوند رسیمي سرحدي پولې او ډیورنډ فرضي کرښې څار، لیدنه او پلټنه ترسره کړې ده.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu