د غزني، پکتیا، پکتیکا، خوست او لوګر قومي مشرانو, علماوو د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو له وزير سره وکتل.

khoram2_admin
Fri, Sep 06 2024 10:34 AM
ناسته

پنج شنپه ۱۳۴۰/۶/۱۵

دغو قومي مشرانو په خپلو خبرو کې وویل: ولسونه له ا.ا.ا سره اوږه په اوږه ولاړ دي او هیچا ته به اجازه ورنکړي چې د اسلامي نظام پر وړاندې ودرېږي، دوی د قومونو د یووالي او د ولسونو د ستونزو د حل په برخه کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت هڅې وستایلې او مننه یې وکړه چې د دوی ستونزې ددې وزارت له لوري د حل په منظور له لوړو مقاماتو سره شریکېږي.

همداراز یادو قومي مشرانو او علماوو د خپلو ولایتونو د اوسېدونکو د ستونزو د حل په موخه خپل وړاندیزونه هم له ښاغلي نوري سره شریک کړل او د حل کېدو غوښتنه یې وکړه.

محترم الحاج ملا نورالله نوري د یادو ولایتونو قومي مشرانو او سپین ږیرو ته د ښه راغلاست پر مهال وویل: د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت ددې لپاره جوړ دی چې ولسونه خپلې ستونزې له دې لارې له نورو ادارو سره شریکې کړي، نوموړي زیاته کړه: ا.ا.ا د یوه مسؤل نظام په توګه د ولسونو وړاندیزونو ته د قدر په سترګه ګوري او د مشکلاتو د حل لپاره یې هلې ځلې کوي، ښاغلي نوري قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ چې ستونزې به یې د اسلامي امارت له لوړو مقاماتو سره شریکوي او د حل کولو هڅه به یې کوي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu