د وزارت دریو لیسو ته د زده کوونکو د جذب کولو په موخه ازموینه واخیستل شوه

khoram_admin
Mon, Mar 25 2024 1:58 PM
خبر

۱۵/۹/۱۴۴۵ هـ ق

د سرحدونو، قونونو او قبایلو چارو وزارت د ښوونې او روزنې ریاست له لوري د یوه پلاوي په مشرۍ په رحمان بابا عالي لیسه کې له څه باندې (۱۰۰۰) تنو زده کوونکو څخه د (رحمان بابا، خوشحال خان او پیر محمد کاکړ) عالي لیسو ته د شاملېدلو په پار ازموینه واخیستل شوه. 

د ازموینې په پیل کې د دعوت او ارشاد رئیس الحاج مفتي شفیع الله ثاقب زده کوونکو ته د علم او پوهې په ارزښت خبرې وکړې او د ازموینې اصول یې تشریح کړل. هغه ټولو زده کوونکو ته ډاډ ورکړ چې یاده ازموینه د دوی د حقوق د خوندیتوب په موخه په لاره اچول شوې چې له کبله به یې لایقه زده کوونکې یادو شویو لېسو ته لاره پیدا کړي. 

د ښوونې او روزنې د رئیس مولوي عبدالرحمن رحماني په خبره چې ازموینې ته د هیواد له لرې پرتو او محرومو سیمو څخه زده کوونکې راټول شوي چې د دوی د استعدادونو پر اساس به د وزارت اړوند درې ګونو لیسو ته د زده کړو لپاره جذب شي. 

د یادونې وړ ده چې د زده کوونکو پایلې به په راتلونکې اوونۍ کې د وزارت له ویب پاڼې نشر او د زده کوونکو درسونه به پیل شي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu