سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر د بېلابېلو کوچیانو قومونو له مشرانو او مخورو سره ناسته وکړه

mobta_admin
Thu, May 25 2023 10:18 PM
mobta

۵پنجشنبه ذوالقعده الحرام ۱۴۴۴

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست الحاج ملا نورالله نوري نن د دغه وزارت د کنفرانسونو په تالار کې د بېلابېلو کوچیانو قومونو له یو شمېر مشرانو او مخورو سره وکتل. په دې کتنه کې د نورو په استازيتوب يو شمېر قومي مخورو د خلکو د ستونزو د هواري، د قومونو د يووالي او پيوستون په برخه کې د وزارت د رهبرۍ له هلوځلو څخه قدرداني وکړه او د څړځايونو په برخه کې يې يو لړ شته ستونزې شريکې کړې.

Mobta د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو له سرپرست وزیر سره د کرنیزو ځمکو او د دوئ د ستونزو د حل غوښتنه وکړه. له بلې خوا الحاج ملا نورالله نوري د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په مقر کې د کوچیانو د قومونو د مشرانو له حضور څخه مننه او قدرداني وکړه او ویې ویل: اسلامي امارت په ټولو پورې اړه لري. په اسلامي نظام کې د هېواد د ټولو قومونو حقونه خوندي دي. محترم نوري زیاته کړه چې د اسلامي امارت مسؤلین دا خپله دنده او مسئولیت ګڼي چې ستاسو او د دې هیواد د نورو اوسیدونکو ستونزو او اړتیاوو ته پاملرنه وکړي. محترم نوري زیاته کړه چې د اسلامي امارت مسؤلین دا خپله دنده او مسئولیت ګڼي چې ستاسو او د دې هیواد د نورو اوسیدونکو ستونزو او اړتیاوو ته پاملرنه وکړي. ناسته د افغانستان د ټولو قومونو د یووالي او همغږۍ کولو سره په دوعا پای ته ورسیده.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu