د اووه ورځینې ښوونیز ورکشاپ په څلورمه ورځ له فساد سره د مبارزې او د ملکي خدمتونو د قانون په اړه پوهاوې ورکړل شو.

mobta-af
Tue, Nov 29 2022 2:30 PM
Mobta

نیټه: ۵/۴/۱۴۴۴

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت لخوا د ظرفیت لوړونې اووه ورځنی ښوونیز ورکشاپ چې درې ورځې مخکې د بشري زیرمو ریاست د ظرفیت لوړونې آمریت لخوا د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند د دویمو واحدونو د رئیسانو او امرینو په ګډون پیل شوی و، په څلورمه ورځ یې هم د بشري زیرمو ریاست لخوا د فساد پر وړاندې د مبارزې او ملکي خدمتونو د قانون د پوهاوي په اړه د استادانو لخوا پر مخ یووړل شو.

Mobta

د یادونې وړ ده چې د ورکشاپ د استادانو درسي بهیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د څیړنو او مطالعاتو د رئیس هدایت الله حقاني او د بشري زیرمو د رئیس کریم شاه تیلوي لخوا له نژدې نظارت کیده.

په پام کې ده چې دغه ښوونیز ورکشاپ به دوه ورځې نور هم دوام وکړي او په راتلونکو دوو ورځو کې به هم د مختلفو موضوعاتو په اړه د ورکشاپ ګډونوالو ته پوهاوی ورکړل شي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu