د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت په کندوز ولایت کې ولسي جرګه جوړه کړه

mobta-af
Sun, Nov 06 2022 2:05 PM
Mobta

۱۴۴۴/ربیع الثاني ۱۲

یاده جرګه چې د سرحدونو ق.ق چارو د جرګو او قبایلي چارو دهمغږۍ معين الحاج ملا عبدالخالق عابد، د جرګو رئيس الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي او ورسره مل پلاوي لخوا جوړه شوې وه، د همدې ولایت مرستیال والي حبیب الرحمن صهیب امنیه قمندان عزیزالرحمن بختیار او د ټولو ادارو مسؤلینو حضور درلود.

لومړی د همدې ولایت د سرحدونو ق.ق چارو ریاست رئیس احسان الله ثاقب د اطاعت اړوند خبرې وکړې، همداراز د همدې ولایت په استازولي د حج اوقافو رئیس مولوي ضیاءالحق حنفي حکومت له قومونو او قومونه له حکومت څخه جوړ وبلل، هغه وویل دلته قومونه او حکومت معنوي جوړښت لري، د کندوز خلګ د دې نظام ملاتړ کوي، او د دې نظام لپاره یې قربانۍ ورکړې دي.

Mobta

ورپسې یوه قومي مشر حبیب الله خان وویل: د کندوز ولایت د ټولو قومونو تر منځ یووالی شته، نوموړي د افغانستان په اړه د رسنیو تبلیغات بې ځایه وبلل، همدا راز یوه بل ګډونوال وویل: په اوس وخت کې زموږ یووالی زموږ دښمنانو ته یو غاښ ماتوونکی ګزار دی باید افغانانو ټول دې ټکي ته په کتو اتحاد او یووالی غوره کړي، دسرحدونو ق.ق چارو وزارت د کوچیانو د اسکانو رئیس مولوی محمد نادر سنګین وویل: د کندوز یو متدین او غیرتي ولس دی، هغه زیاته کړه اوس د قومونو تر مابین د محبت وخت دی او قومي مشران دې خپلو نسلونو ته د یووالي او اتحاد فکر ورکړي.

 د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو د جرګو رئیس الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي کندوز یو تاریخي ولایت یاد کړ، نوموړي د اميرالمؤمنين له خوا عمومي عفوه يوه بيساري عمل وباله او هيله يې څرګنده کړه چي، د افغانانو تر منځ د یووالي او اتحاد سبب وګرځي.

Mobta

د غونډې په اخیر کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او همغږۍ معین الحاج ملا عبدالخالق عابد وویل: دلته که افغانانو اتفاق نه وای کړی  هر څه ته به یې خطر وو، افغانانو ډېرې قربانۍ ورکړې دي او د دې تېر شل کلن اشغال د ماتېدو امتیاز د همدې ولس په برخه دی، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت هڅه کوي چې د دې ولس د یووالي لپاره هر وخت داسې غونډې جوړې کړي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu