د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر الحاج ملا نورالله نوري د څلورو ولایتونو له قومي مشرانو سره ولیدل

mobta-af
Sun, Oct 02 2022 7:57 PM
mobta

يکشنبه د ربيع الاول ٦مه

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر الحاج ملا نورالله نوري نن په خپل کاري دفتر کې د بامیان، میدان وردګ، غزني او دایکندي ولایتونو له اهل تشیع قومي مشرانو سره د قمندان عبدالولي خان په شمول داسې مهال ولیدل چې د همدې وزارت مسلکي معین مولوي عبدالرحمن حقاني، د جرګو معین الحاج عبدالخالق عابد او رئیس دفتر شیخ حضرت ولي حقاني هم حضور درلود . د یادو ولایتونو قومي مشرانو له سرپرست وزیر څخه د دوی په سیمه کې د ښوونې، روغتیا او ځوانانو ته د کاري زمینې د برابرولو غوښتنه وکړه، د سرحدونو، ق.ق چارو سرپرست وزیر الحاج ملا نورالله نوري د یادو مشرانو ستونزې واوریدې او د حل په موخه یې د همکاري ژمنه ورسره وکړه، هغه زیاته کړه چې د بې روزګاره ځوانانو لپاره به یې اړوندو ادارو ته د کار موندنې سپارښتنه وکړي، همدا راز يې د دوی له همکاري څخه مننه وکړه چې په خپلو سیمو کې یې تل د ا.ا.ا تر قيادت لاندې د امن او پر مختګ ملاتړ کړی.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu