د ترانسپورټ نوي عمومي مدير په کار پيل وکړ

mobta-af
Thu, May 19 2022 9:24 AM
Mobta

چهارشنبه ١٤٠١لمريزکال دغويې٢٨

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د ترانسپورټ نوي مدير ښاغلي عبدالوارث اخندزاده، چې د بشري زيرمو رياست په وړانديز او د وزارت عالي مقام په منظورۍ ددغه وزارت د ترانسپورت عمومي مدير په توگه ټاکل شوی دى د يوې غونډې په ترځ کې معرفي او په کار يې پيل وکړ.

په یاده غونډه کې د سرحدونو ، قومونو او قبایلو چارو وزارت د بشري زيرمو رئيس ښاغلی کريم شاه تيلوي ، دتشريفاتو رئيس مولوي عيدمحمد، د تدارکاتو رئيس محترم سيد امين اغا، د معلوماتي ټکنالوژۍ رئيس خسرو سلام زاده ، مالي او اداري رئيس ښاغلی سليم ستانکزي او ګڼ شمېر کارکونکو ګډون کړی وو.

Mobta

په پيل کې د بشري زیرمو رئیس ښاغلي کريم شاه تيلوي د ترانسپورټ عمومي مدير په توګه د ښاغلي عبدالوارث اخندزاده د ټاکل کيدو د مبارکۍ تر څنګ په نوې دنده کې ورته د بریالیتوب هیله وکړه وې ویل: چې د ترانسپورټ عمومي مديريت یو کلیدي مديريت دی چې ستاسو په راتگ سره به انشاالله په روانو چارو کې ښه والی راشي.

نوي مدير ښاغلي اخندزاده هم په خپلو  خبرو کې د وزارت مشرتابه له باور او اعتماد څخه مننه وکړه، ژمنه یې وکړه، چې خپله دنده به په صداقت او ایماندارۍ د خپلو مشرانو په مشوره سره سم پر مخ وړي.

ورپسې د وزارت تدارکاتو رئيس سيد امين اغا هم پخپله وینا کې وویل: چې باید د اسلامي امارت په تفکر او روحیې سره دوزارت د پرمختګ لپاره کار وکړو او د کار پایله مو باید په چارو کې مثبت بدلون او تحول وي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu