د قومي شوراګانو له مشرانو او استازو سره کتنه!

mobta-af
Tue, Aug 10 2021 3:02 PM
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن سې شنبې د روان لمريز کال د زمري میاشتې پر ۱۹ مه نېټه د قومي شوراګانو له مشرانو او استازو سره د وزارت د کنفرانسونو په تالار کې وکتل.

په یاده غونډه کې د قومي شوراګانو مشرانو او استازو په ټوله کې له افغان ولس څخه غوښتنه وکړه، چې له موجوده نظام څخه خپل ملاتړ وکړي وې ویل: چې قومي شوراګانې او قومونه د سولې د ټینګښت لپاره بهترینه وسیله ده، باید په دې برخه کې قومي شوراګانو ته پاملرنه وشي او د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د امکاناتو له پلوه پیاوړی شئ.

نوموړو د خپلو خبرو په ترڅ کې د قومي شوراګانو د دارالانشاء د فعالیتونو او تشکیلاتو په اړه هم خبرې وکړې ټینګار یې وکړ، چې سوله د ټولو هېوادوالو غوښتنه ده له وسلوالو مخالفینو یې هم وغوښتل، چې اوربند ته لبیک ووایې، ځکه چې د هېواد په ورانولو سره سوله نه شي راتلای او هم به په دې کار سره د افغانانو له غبرګونونو سره مخ شي.

دغه راز یادو قومي مشرانو او استازو خپل نظریات، وړاندیزونه، سلامشورې او د قومي شوراګانو د دارالانشاء پرمختګونه د وزارت له مشرتابه سره شریک کړل.

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم په خپلو خبرو کې وویل: چې په هېواد کې د تلپاتې سولې د ټینګښت په برخه کې د قومي شوراګانو رول له ارزښته ډک دی، او تاسو تل د خپل موجوده نظام د پایښت لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې ترسره کړي او له خپل هېواد او خاورې څخه مو ساتنه کړئ.

دغه راز ښاغلي محب الله صمیم زیاته کړه: دغه نظام د افغانانو په قربانۍ جوړ شوی دی، موږ یې باید ملاتړ وکړو او د ملي ګټو د پیاوړتیا لپاره کار وکړو او هم د قومي شوراګانو له دارالانشاء سره خپلې سلامشورې او وړاندیزو شریک کړو او په ګډه به د هېواد روان وضعیت ښه والي ته د حل لارې چارې پیدا کړو.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu