لیلیه باید د فکري ودې ځای وي!

mobta-af
Sun, Aug 08 2021 3:14 PM
mobta

دغه څرګندونې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي محمد آصف ننګ په داسې حال کې، چې د وزارت مالي او اداري لوی ریاست سرپرست ښاغلی حمیدالله بارکزی او یو شمېر رئیسان هم حاضر وو، د وزارت اړوند رحمان بابا لېسې له ښوونکو او اداري چارواکو سره په کتنه کې څرګنده کړه.

په دې کتنه کې یو شمېر ښوونکو، اداري چارواکو او د زده کوونکو استازو د درملو د کمښت، کتابونو، ترمیماتو، نظافت او داسې نورو برخو کې لېسې پورې اړوندې ستونزې شریکې کړې او د حل غوښتنه یې وکړه.

ورپسې ښاغلي محمد آصف ننګ د غونډې ګډونوالو ته د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: لیلیه باید د فکري ودې مرکز وي نه د خوب ځای، ترڅو زده کوونکي له وطن او زده کړې سره مینه ولري او په ارامه توګه خپلو زده کړو ته پاملرنه وکړي.

دغه راز یې په لېسو کې نظم او دسپلین، نظافت، سمسورتیا او د تدریس په کیفت باندې ټینګار وکړ، له استادانو یې وغوښتل، چې د زده کړې کیفیت ته پاملرنه وکړي.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu