د شهید عثمان کاکړ پاک روح ته د مغفرت دعا وشوه!

mobta-af
Wed, Jun 30 2021 9:59 AM
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې مخکې د پیاوړي ملتپاله مبارز او نوموتي سیاستوال ارواښاد عثمان کاکړ له زوی ښاغلي خوشال کاکړ سره ټیلفوني خبرې وکړې او هغه ته یې د خپل ژور خپګان مراتب څرګند کړل.

ښاغلي صمیم ارواښاد کاکړ د لر او بر افغانانو د حقوقو پياوړی مدافع وباله، چې همیشه یې د ظلم پر خلاف خپل آواز پورته کاوه، ترڅو پښتانه په خپله خاوره کې آرامه او هوسا ژوند ولري او له خپلو حقه حقوقو څخه یې څوک محروم نه کړي.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر د خپلو خبرو په دوام د ارواښاد عثمان خان کاکړ پاک روح ته دعا وکړه او د خپل ژور خپګان مراتبو څرګندولو په ترڅ کې یې وویل: چې هڅه به وکړم د دغه ویاړلي شخصیت د جنازې په مراسمو کې برخه واخلم.

په مقابل کې ښاغلي خوشال کاکړ د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم له نیک احساس، خواخوږۍ او همدردۍ څخه مننه وکړه.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu