په کابل کې د پیاوړې سیاستوالې ارواښادې بېګم نسیم ولي خان د فاتحې مراسم پرځای شول!

mobta-af
Sat, May 22 2021 9:15 AM
mobta

د فاتحې یاد مراسم د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت لخواد ۱۴۰۰ لمریزکال د غویی پر۳۰ مه کابل کې پرځای شول . په دې مراسموکې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم، معینانو، سلاکارانو، کارکووونکو، دیني عالمانو، د ملي شورا يو شمېرغړو، قومي، سیاسي، ملي او فرهنګي شخصیتونو، مدني فعالانو، ځوانانو او خوېندوګډون کړی و.

ګډونوالو د قرآن پاک د مبارکوایتونو په تلاوت سره د لوی الله ج له دربارڅخه ارواښادې بېګم نسیم ولي خان ته د بخښنې اومغفرت دعا ، کورنۍ ،خپلوانو او دعوامي نشنل ګوند مشرتابه اوغړیوته یې د جمیل صبرغوښتنه او دغه رازیې په هېواد کې د تلپاتې سولې د ټینګښت هیله هم وکړه. یاده دې وي چې ارواښادې میرمن نسیم ولي خان په 1936م د جنورۍ پر۲۴ دنیا ته سترګې غړولې وې کورنۍ یې له باچاخان سره په مبارزه کې شامله وه اوهغې ارواښادې هم په ۱۹۷۷ کې سیاست ته مخه کړې وه.

mobta

لومړنۍ ښځه وه، چې له خیبرپښتونخوا څخه په ۱۹۷۷م کې دغیرګوندې ټاکنوله لارې پارلمان ته بریالۍ شوه اوڅه موده یې دعوامي نیشنل ګوند د پښتونخوا مشري هم پرغاړه درلوده.

بالاخره يې د ورپېښې ناروغۍ له آمله د ۲۰۲۱ م کال د مۍ پر۱۶ د ۸۵ کلونوپه عمرله فاني نړۍ سره مخه ښه وکړه. او د چارسدې په ولي باغ کې خاوروته وسپارل شوه.

اروا یې ښاده

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu