د غزني له والي سره ناسته!

mobta-af
Mon, May 17 2021 9:30 AM
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صميم او مل پلاوي غزني ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې نن سهار د غزني له والي ښاغلي سيد عمر نورستاني سره د ولايت پر مقر کې وکتل.

په دې کتنه کې لومړی د غزني والي پلاوي ته ښه راغلاست ووايه او په ياد ولایت کې يې يو لړ شته ستونزې له ښاغلي محب الله صميم سره شریکې کړې.

ورپسې ښاغلي صميم د خپلو خبرو په ترځ کې وویل: د سرحدونو او قبایلو چارو وزات له ولسونو او قومونو سره له نږدې کار کوي او د ولسي غونډو له لارې خلک د جمهوري نظام او ملي امنيتي_ دفاعي ځواکونو ملاتړ ته رابولي.

ښاغلي صميم د ولايتي ادارې چارواکو ته ډاډ ور کړ، چې د خپل همدې سفر په ترڅ کې به د غزني له بېلابېلو اقشارو سره له نږدې وګوري او د خلکو ستونزو ته به له قومي مشرانو سره په ګډه حل لارې مومي.

ټاکل شوې ده، چې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر او ورسره پلاوی به د دې سفر په ترڅ کې له ګڼ شمېر قومي مشرانو، ځوانانو او مدني فعالانو سره له نږدې وګوري او ستونزې يې واوري.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu